Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ګلبدین د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ټینګار

           د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته یې پر ګلبدین حکمتیار د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو لپاره غوښتنلیک استولی دی؛د ملګرو ملتونو کمېټه دغه غوښتنه څېړي او دغه څېړنې لږ تر لږه درې میاشتې وخت نیسي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله آزاد وویل:«زموږ تمه دا ده چې زموږ دغه وړاندیز ته به مثبت ځواب وکړي.»

اوس له نړیوالې ټولنې د حزب اسلامي اصلي غوښتنه دا ده چې ژر ترژره پر ګلبدین حکمتیار لګېدلي بندیزونه لیرې شي.

د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړي عبدالجبار شلګري څرګنده کړه:«که‎چېرې دغه بندیزونه لیرې نه شي،نورې مخالفې ډلې به هم د سولې په بهیر بې باوره شي او دا روښانه کېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله نه‎غواړي.»

خو اجرايي ریاست پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو د لیرې کولو په اړه ډاډ ورکوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم څرګنده کړه:«د بندیزونو لیرې کول د افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې د هوکړه‎لیک له جز څخه دی،نو پر دې بنسټ د دغو بندیزونو د رفع کولو لپاره هڅې دوام لري.»

د سیاسي چارو کارپوه اجمل بلوچ‎زاده وايي:«شونې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د لیرې کولو لپاره ځینې کتنې ولري او د روسیې،ایران او هند په څېر هېوادونه له حزب اسلامي سره د سولې په اړه اندېښمن دي.»

د ملګروملتو سازمان غړي هېوادونه کولای شي هر وخت چې وغواړي له نوملړ څخه د حقیقي او حقوقي شخصیتونو د نومونو د ایستلو په اړه غوښتنه وکړي، خو په دغه غوښتنه کې د بندیزونو د لیرې کولو لامل په دلایلو سره روښانه کېږي او همداراز تائیدېږي چې له بندیزونو سره مخامخ کس تحریم شوې شتمني هم لري که نه، له هغې وروسته د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه غوښتنه څېړي او که تائید شي د بندیزونو نوملړ نوی کېږي.

شریک یي کړئ