Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پسرلنی موسم او په شنو دښتو کې د بلخیانو مېلې

د مزارشریف ډ‌ېری اوسېدونکي د جمعې په ورځو له خپلو کورنیو او دوستانو سره د شادیان دښتې او د مارمول غونډیو ته دروخي او خپل پسرلنۍ ورځې له خوښیو سره په دغو سیمو کې تېروي.

د شادیان دښتې د مزار شریف په سوېل کې موقعیت لري او په پسرلي کې د ګلانو او شنو بوټو د راټوکېدو ځای دی.

هغه کورنۍ چې د رخصتیو په ورځو دغې دښتې ته راځي د سیمه‎ییزو خوړو له پخولو، د فوټبال، والیبال، رسۍ لوبه، غوندیو ته ختل او د موسیقۍ اورېدو په شان لوبو څخه غوند اخلي.

هغه کسان چې له خپلو کورنیو سره د شادیانو دښتې ته راغلي، وايي چې د شادیان په دښتې په لمنو کې له حضور سره غواړي چې د طبیعت ښکلا په خپلو خاطراتو کې ثبت کړي.

د بلخ د طب پوهنځي محصله له خپلې کورنۍ سره د شادیان دښتې په یوې غونډۍ کې یادګاري انځور اخلي.

رخسار وايي:«په ټوله اوونۍ کې نه‎شو کولای یو ځای واوسو، یوه ورځ غواړو چې له یو بل سره تېره کړو او له طبیعت څخه خوند واخلو.»  

د مزار بله اوسېدونکې رسالت هم وايي:«هر انسان تفریح ته اړتیا لري، د خپلو اعصابو ارامولو ته اړتیا لري له دې امله ښه ده چې انسان تفریح ته ولاړ شي او ترې استفاده وکړي.»

په پسرلي کې یو شمېر کورنۍ نږدې هره جمعه دې سیمې ته راځي او د بېلابېلو خوړو د پخولو ترڅنګ، د فټبال، والیبال لوبې کوي او همدا ډول د موسیقۍ په اورېدو او غږولو سره خپله رخصتي تېروي.

د مزار اوسېدونکی عزیز څرګندوي:«له کورنۍ سره دښتې ته راغلی یم. چې یو چکر وي خدای دې وکړي چې هېواد کې مو سوله ټینګه شي.»

مهر انګیز د پنځم ټولګې زده‌کوونکې ده او له خپلې کورنۍ سره دلته د تفریح لپاره راغلې. د دې شنې سیمې په لمن کې د ګلانو او شنو بوټو د راټوکېدلو له کبله خوښه ده او وايي، د دې ځای له فطرتي ښکلا خوند اخلي.

هغه زیاته کړه:«د تفریح په پار راغلي یوو د لاله ګلانو د لیدو لپاره راغلي یوو د ساعت تېرۍ لپاره راغلي یوو.»

تورپیکۍ مرادي ښوونکې او په مزار شریف کې د ښځو د حقونو فعاله ده. هغه تفریح د کورنیو لپاره یو اړینه مسله بولي.

هغه څرګندوي:«تفریح د ټولو پر روحیې مثبته اغېزه لري. له رخصتیو استفاده کړې او دلته راغلي یوو څو د طبیعت له ښکلا خوند واخلو.»

دا کورنۍ هیله لري چې په هېواد کې یوه تلپاتې سوله راشي، څو ټول هېوادوال په ازاد ډول او بې له کومې وېرې د خپل هېواد له طبیعي ښکلا خوند واخلي.

کورنۍ هیله لري چې په هېواد کې تلپاتې ټینګه شي څو هېوادوال له وېرې او امنیتي اندېښنې پرته وکړای شي د دغه هېواد له طبیعي ښکلاو خوند واخلي.

شریک یي کړئ