Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمېنه کې یو رسټورانټ د بندیز لګېدو سربېره فعالیت کوي

د کابل ښار د تایمي په لوړي سړک کې یو رسټورانټ د بندیزونو لګېدو سربېره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د طلوع نیوز خبریاله چې د دغه رسټورانټ د ګاونډیو له شکایتونو وروسته سیمې ته تللې وه، د دغه رسټورانټ د مالکې له خوا تر سپکاوي وروسته کمریې هم ورته ماته کړې ده.

د دغه رسټورانټ مالکه شکیلا ابراهیم او ادعا یې کړې ده چې د مېرمن له لومړۍ مېرمنې رولا غني سره کار کوي، خو د هېواد د لومړۍ مېرنې دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د دغه رسټورانټ له مالکې سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.

په داسې یوه ښار کې چې په کې د قرنطین لارښوونه شوې او ټول رسټورانټونه تړل شوي؛ دغه رستورانت بیا فعاله دی او د مشتریانو تګ راتګ هم په کې ډېر دی.

د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دغه رسټورانټ د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو د لارښوونو پر خلاف، خپل کار ته دوام ورکوي او تر اوسه پولیس په دې نه دي بریالي شوي چې هغه وتړي.

د قلعه فتح الله د ګذر وګیل مرزا محمد وايي:«یو ځل قومندا راغلی، ورته یې ګواښ وکړ چې وروره، نور دې دا ګڼه ګوڼه او هوټل وتړه.»

د تایمي د لومړي سړک اوسېدونکی احمد قسیم هم وویل:«اوس د کورونا ویروس مسله ده، له هغې ورځې چې دولت بندیز لګولی دی. دغه هوټل خپل یوه ورځ هم خپل کار نه دی درولی.»

خو زموږ خبري ټیم له دغه رستورانټه د راپور جوړونې پر مهال د یاد رسټورانټ د مالکې او ساتونکو له بد چلند سره مخ شوی دی.

د دغه رسټورانټ ساتونکو د طلوع نیوز کمره اخیستې او د پولیسو له هڅو وروسته، دغه کمره په ماته شوې بڼه د طلوع نیوز کارکوونکو ته ورکول کېږي.

د طلوع نیوز خبریاله فریبا سادات په دې اړه څرګنده کړه:«د رسټورانت مالکه چې یوه مېرمن ده راغله او کمره یې په زور او فشار او له خپلو څو ساتونکو سره کمره یې له سیمې واخیسته او موږ ته یې اجازه رانه کړه چې تصویر واخلو.»

د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی زبیر هاشم یار وویل:«په ډېر سپکاوي سره یې وویل چې کمره یې واخلئ او دننه رسټورانټ ته یې راوړئ. کله چې ما مقاومت وکړ، کمره مې پرې نه ښوده، پنځه شپږ تنه نور وسله وال راغلل په ما یې یرغل وکړ او زما کمره یې واخیسته، سپکاوی یې وکړ.»

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پېښه څېړي؛ خو بیا هم پولیس تراوسه په دې نه دی بریالی شوی چې، دغه رستورانت وتړي.

شریک یي کړئ