Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنجشیر کې د غره ښویېدو په پایله کې څه باندې ۱۰ تنه نادرکه شوي

د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو او د سېلاونو له امله، څه باندې ۱۰ تنه نادرکه شوي او څه باندې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي وايي چې دغه پېښه د چهارشنبې پر شپه (د چنګاښ پر ۲۰ مه) له پورتنیو جهیلونو سره موازي د حصه اول ولسوالۍ پشغور کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د غره د ښویېدو په پایله کې، د پنجشیر له مرکز سره د دوو ولسوالیو نښلوونکې لارې تړل شوې دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، تراوسه ۱۰ تنه نادرکه دي او شونې ده چې د دغې پېښې مرګ ژوبله زیاته شي.

د پنجشیر سیمه‎ییز چارواکي له دولتي ارګانونو، او حوادثو ته د رسېدنې له ملي او نړیوالو سازمانونو بیړنۍ مرسته غواړي.

خو طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دغه پېښه د (پس کندا) حوض په شواخوا د پشغور غره په لوړو کې په احتمالي توګه د طبیعي یخچالونو د لوېدو له امله رامنځته شوې او یوازې دوه ښځې او یوه سړی په دغې پېښه کې وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، چې د ګداره،شجاع خېل، لشکري خېل، رییس خېل، باغ ابا، اسیاب ابي کلیو په ګډون ۱۰ کلي ویجاړ شوي دي. یو جومات او څو هټۍ هم له منځه تللي دي.

شریک یي کړئ