د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت چهارشنبې (د سلواغې په ۹مه نېټه) په غزنې کې د خپلې کشفي Bombardier E-11A الوتکې نسکورېدو په پایله کې د خپلو دوو وژل شویو پوځیانو نومونه اعلان کړل.
پنټاګون ویلي چې دغه پېښه کې ۴۶ کلن پاور کي واس او ۳۰ کلن فانوف وژل شوي دي.
واس ویرجنیا کې د لنګي ـ اویټیس هوايي اډې او فانوف د داکوتای سویلي د هوايي السوورث ۳۷ اډې کې دنده درلوده.
غزني کې د امریکايي الوتکې د نسکورېد لامل د څېړنو لاندې دی.
خو چارواکو ویلي دي، دا چې الوتکه د دښمن لخوا ویشتل شوې وي، کومه نښه نشته.
د امریکا مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال فرانک مک کنزي چهارشنبې سعودي عربستان کې د پرنس سلطان هوايي اډې کې خبریالانو ته وویل:«زه ډاډه یم چې د دښمن کوم اقدام نه لیدل کیږي. الوتکې ته خواشینونکې پېښه رامنځته شوې ده.»
د جنرال مک کنزي په خبره امریکايي پوځیان سیمې ته د خپلو مړو ترلاسه کولو پرمهال له کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.