Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو پر طرحې کار کوي

که څه هم دامریکا دفاع وزیر، مارک اسپر دوشنبې(د تلې په ۲۹مه نېټه) کابل کې وویل چې افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی، خو اوس بیا دریوو پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو "ان‌بي‌سي" رسنۍ ته ویلي دي چې پنټاګون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتو لپاره طرحې چمتو کړې دي؛ که د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپه توګه له افغانستانه د پوځیانو د وتو امر ورکړي، او دغه ځواکونه باید دې کار ته چمتو وي.

له بلې خوا ولسمشر غني ویلي که په ټاکنو کې بریالی شي نو یوه اوونۍ کې به له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبري پیل کړي .

له دې وړاندې د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویلي وو چې  زلمي خلیلزاد د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

 د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازی  به په خپل دې دور سفر کې بلژیک، فرانسي او روسیي ته ولاړ شي او په روسیه کې به له خپل چیني او روسي سیالانو سره د افغانستان جګړې د پایته رسولو او دغه راز له وسله والو طالبانو سره د خبرو د بیا پيلېدو په اړه هم خبرې وکړي.

له دې سره هم مهاله افغان حکومت ویلي، په افغانستان کې به پایداره سوله هغه وخت تامین شي چې ددغه بهیر مشري د افغانانو په لاس کې وي.  

د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی وايي:«له سولې پرته د افغانستان قضیه نه هواریږي، شاید ژر پایله ولري او یا دوام وکړي، ولې په هر صورت دنیا او افغانانو ته اخره لاره سوله ده.»

زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او د امریکا له نورو متحدینو سره سولې ته د رسیدو لپاره د هڅو د چټکتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې افغانستان ته هم راشي که نه، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي له طالبانو سره د امریکا د خبرو بیا پیلیدل به د افغانانو ترمنځ د خبرو د پلولو لپاره هیلې رامنځته کړي.

د طالبانو د واکمنۍ د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزیر، مولوي قلم الدین  څرګندوي:«دا ځل چې له طالبانو سره خبرې اترې پیلیږي، هم مهاله به زمنیه برابریږي چې بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شي، تر څو د داسې سولې شاهد ووسو چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.»

له بلې خوا ولسمشر غني د جاپان له "ایشین ریوو" ورځپاڼې سره په مرکه کې وايي طالبان کولی شي د افغانستان د اوسني اساسي قانون په چوکاټ کې په هيواد کې د یوه سیاسي ګوند په توګه فعالیت وکړي.

هغه زیاته کړې ده:« طالبان باید ویښ شي او پوه شي چې که تاوتریخوالی پرې ږدي، ډیری افغانان به دوی ومني.»

د سولې په برخه کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري په دې اړه وايي:«د افغانستان له دولته بهر او  خورې هڅې نه شي کولی چې د غه بهیر بریالی کړي.»

له دې سره په یو وخت چین په پام کې لري چې له طالبانو سره د حکومت، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې د غړو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ناستې کوربتوب وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند، کبیرحقمل وايي:«د چین احتمالي ناستې موضوع له موږ سره شریکه شوې ده او پر دې موضوع بحث دوام لري، کله چې هوکړه وشوه نو له افغانستان خلکو سره به یې شریک کړو.»

 ټاکل شوې درې ورځې وروسته په مسکو کې د چین، روسیې او امریکا په ګډون د افغانستان د سولې په هکله یوه بله ناسته وشي، په دغه ناسته کې به پاکستان ګډون ونه کړي.

ولسمشر غني ویلي که په ټاکنو کې بریالی شي نو یوه اوونۍ کې به له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبري پیل کړي

شریک یي کړئ