د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) وايي چې واشنګټن په افغانستان کې د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي او زیاتوي چې افغانستان کې سټراټېژیک وضعیت بدلون نه دی کړی.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پټریک شاناهان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو بهیر، په تېرو اتلسو کلونو کې سولې ته د رسېدو لپاره، لومړنی رامنځته شوی فرصت ګڼي.
د امریکا د دفاع وزیر سرپرست وايي، په افغانستان د واشنګټن د سیاسي او پوځي هڅې یوازې په دې ټولې دي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نهشي.
د امریکا د ملي دفاع سرپرست وزیر پټریک شاناهان په ډاګه کړه:«موږ په دې هېواد کې له خبرو اترو ملاتړ کوو. اوسنۍ خبرې د سولې لپاره په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساری ګام دی. موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو، څو له افغانستان څخه خپل هېواد ته د ترهګرۍ د ګواښ مخنیوی وکړو.»
په دې غونډه کې د امریکا د ملي پوځ د ګډې قومندانۍ قومندان جوزف ډنفورډ هم ټینګار وکړ چې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور په حقیقت کې سوېلي اسیا کې د امریکا د حضور لپاره دی، چې د هغې له مخې، د امریکايي وګړو امنیت تامین دی.
ښاغلي ټنفورډ زیات کړه:«هر هغه چې اوسمهال په افغانستان کې د جنرال میلر په مشرۍ په نظامي برخه کې کوو، د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ دی، خو موږ فکر کوو چې په ټوله د تګلارې لوی تصویر بدل شوی نه دی، مګر جنرال میلر یو شمېر عناصر پر طالبانو د فشار راوستو له کبله زیات کړي دي.»
جنرال جوزف ډنفورډ زیاتوي، پر طالبانو د پوځي فشار زیاتوالی د دې لامل شوی چې دا ډله په تېرو اووهلس کلونو کې د لومړي ځل لپاره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
هغه څرګنده کړه:«موږ ولې په افغانستان کې یوو؟د دې لپاره چې پر امریکا او خپلو خلکو د بریدونو مخنیوی وکړو. پر طالبانو د فشار زیاتول او تر خوا یې له افغانانو ملاتړ د دې لپاره دی چې په سوېلي اسیا کې د ترهګرۍ ضد یو اغېزمن حضور ولرو.»
په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل:«په افغانستان کې د ناټو حضور د دې خبرو په پایلو پورې تړلی دی.تر اوسه د دې خبرو د پایلو په اړه وړاندوینې ته وخت ډېر دی. اوس باید د سولې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره لا زیات کار وشي.»
اوسمهال زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د ګډو ځواکونو د قوماندانۍ قومندان ډنفورډ او نورو امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده چې ژر کابل ته راشي.