Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنځو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل

د ملي دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولینزو چارو، کانونو پټرولیم او ټرانسپورټ نوماند وزیرانو، نن ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند وزیر طارق شاه بهرامي وایي چې د طالبانو او داعشیان ملاتړ د یوه سیمه‎‎ییز استخباراتي بنسټ له خوا کېږي، داعش ډله له خپلو ناوړه کارونه سره غواړي چې طالبانو ته برایت ورکړي.

هغه زیاته کړه وروستیو څومیاشتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو له ۱۶ زرو نه زیات کسان له منځه وړل شوي.

ښاغلي بهرامي په دې اړه څرګنده کړه:«طالبان او داعش ډله له یو بل سره په همکارۍ او هملاسۍ سره د افغانستان د خلکو په وړاندې جنګېږي او د دغو دواړو ترمنځ توپیر له افسانې او تېروتنې څخه پرته بل څه نه دي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر ویس احمد برمک وایي په دغه وزارت کې فساد او د سیاستوالو لاسوهنې لا هم ننګونې دي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:«د کورینو چارو په وزارت کې د ستر فساد شتون، د سیاستوالو لاسوهنه او نفوذ، د ضوابطو په پرتله اړیکو ته ترجیح ورکول، له هغو بنسټیزو ننګونو څخه دي چې تراوسه شته.»

په داسې حال کې چې هېوادوال د نامسووله وسله والو پر شتون او د همدغو نامسووله کسانو له لوري د خلکو د ځورولو له امله تل شکایت کړی خو کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر وایي تر راتلونکو شپږو میاشتو به هېڅوک د جواز پرته وسله ونه شي لېږدولی.

هغه څرګنده کړه:«له هغو وسلو چې په غیر رسمي او نامسوولانه توګه استفاده کېږي اړ دي چې راشي او خپله وسله درج او ثبت کړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند وزیر فیض الله ذکي، کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وزیره نرګس نهان او ټرانسپورټ وزارت ته نوماند وزیر حمید طهماسي هم وویل چې که د بارو رایه ورکړل شي غوره کارونه به وکړي.

تېره اوونۍ حکومت ولسي جرګې ته د رایو د ترلاسه کولو لپاره ۱۲ نوماند وزیران معرفي کړل، ټاکل شوې ده چې دغه نوماند وزیران په ترتیب سره، خپل پروګرامونه وړاندې او وروسته ولسي جرګه د هغوی لپاره د رایو صندوقونه کېږدي. خو بیا هم د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور او بهرنیو چارو وزارت ته څوک معرفي شوي نه دي.  

شریک یي کړئ