د ارزګان ځايي چارواکو نن سېشنبه د(سلواغې په ۲۶ مه)په دغه ولایت کې د ۲۰ مخالفو وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړ.
د ارزګان د والي ویاند محمد نایاب وايي چې دغه بلواګري ټرینګوټ ښار ته نېږدې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه بمباري له څو ورځو راهیسې دوام لري چې په پایله کې یې ۲۳ نور بلواګري ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا د دغو عملیاتو په پایله کې د ښار شاوخوا ډېری سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې دي.