Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اسلام اباد کې له افغان سفیر سره د ناوړه چلند په تړاو غبرګون

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې(د لړم په ۱۳مه نېټه) اسلام اباد کې د افغانستان سفیر پر وړاندې د ناوړه چلند په تړاو غبرګون ښودلی دی.

په همدې حال کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ ویلي وو چې کابل کې د پاکستاني ډپلوماټانو سره د ناسم چلند له کبله یې دا افغان ډپلوماټ احضار کړی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان(آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د خپل کلک اعتراض او اندېښنې مراتب اظهاروي او دا عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.»

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځلې بیا پاکستان حکومت څخه غواړي چی افغانستان سره خپلې ډېپلوماتیکې اړیکو ته دې د نړیوالو کنوانسیونونو او د ډېپلوماتیک منل شوي دود په رڼا او مطابقت کې چلند وکړي.»

همدغه راز د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفارت د امنیتي اندېښنو د ادعا په تړاو، چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې او په کابل کې د نوموړي سفارت د قونسولي برخې د بندیدو سبب شوې، څرګندوي چې دا ادعا د افغانستان دولت له لورې په جدي توګه څیړل کیږي.

بل لور پاکستان ویلي وو، سر له دوشنبې یې د امنیتي ګواښونو له کبله افغانستان کې خپل سفارت تر بلې خبرتیا تړلی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره له افغان سفیر سره د پاکستاني پوځیانو ناوړه چلند د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف عمل بللی

شریک یي کړئ