په هېواد کې د هغو زدهکوونکو کورنۍ چې په افغانترک لیسو کې زدهکړې کوي د دې لیسو فعالیت دوام څخه ملاتړ کوي، خو د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د دې ښوونځیو د مدیریت له لېږد سره مخالف دي.
یو شمېر زدهکوونکي چې له ټولګیو راوتلي او له خپلو کورنیو سره سره راټول شوي.
د افغان ترک لیسې یو تن ترک ښوونکی، ګل بهار وايي:«په دې وروستیو کې ډېر خوابدی او غمجن یم ځکه چې پر موږ د ترهګرۍ تور لګېدلی،زموږ ښوونځي له کوم روښانه دلیل څخه پرته له موږ څخه اخیستل کېږي او بل کس ته ورکول کېږي.»
دې زدهکوونکو خپلې غوښتنې د افغانستان او ترکیې حکومت ته لیکلي دي.
د افغان ترک لیسې زدهکوونکي وايي:«د اته زره زده کوونکو او څو سوه پرسونل او ښوونکو زړونه په لړزېدو دي،چې خدای مه کړه زموږ دولت د سیاسي لامل له امله زموږ د زده کوونکو ګټې په پام کې ونه نیسي،خو پوهېږو چې تاسې هم ماشومان لرئ، پوهېږئ چې احساس لرئ او نه پرېږدئ چې موږ د سیاسي لوبو قرباني شوو.»
خو د افغانترک لیسو برخلیک به څه وي؟
د افغان ترک لیسو مرستیال، احمد فواد حیدري څرګندوي:«زموږ د درسونو له پیل څخه درې میاشتې تېرېږي،هغه پروژه مو چې تېر کال په خوست ولایت کې لرله،هغه موږ هم په لاره اچولې،او د دغو جنجالونو له اغېزې څخه پرته د تېر په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکوو.»
احمد نعمان په اتم ټولګې کې زدهکړې کوي او کابو دوه کاله کېږي چې افغان ترک لیسې ته راغلی دی، د نوموړي پلار د ترکیې پوهنې بنسټ ته د دې ښوونځیو د مدیریت ورکړه د زدهکوونکو په حق کې جفا بولي.
د نعمان پلار، عبدالله داوي زیاتوي:«موږ ترهګر د هغه په خپل ځای پرېږدو،موږ ښوونځی غواړو او د ترهګرۍ مخالف یوو او هېڅوک نه پرېږدي چې ماشومان یې ترهګر شي.»
همداراز نعمان وايي:«زموږ ۹۹ سلنه زدهکوونکي په دې نظر دي چې نه غواړي د ښوونځي مشرتابه بدلون وکړي.»
اوسمهال افغانستان کې کابو ۸ زره نجونې او هلکان په کابل، بلخ، کندهار، ننگرهار، هرات او جوزجان کې په افغان ترک لیسو کې پر زدهکړو بوخت دي او دې ترڅنګ تر اوسه زرګونه زدهکوونکي فارغ شوي هم دي.