Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې روسي چورلکې خپل ځای امریکايي «بلک هاک» ته ورکوي

د امریکا متحده ایالات تصمیم لري ترڅو د دغه هېواد «بلک هاک» چورلکې په افغانستان کې د «مي ۳۵» روسي جنګي چورلکو ځای ناستې کړي.د دغه هېواد چارواکي وايي چې د محدودیتونو او د دغو روسي جنګي چورلکو د بیارغونې لپاره وسایلو ته نه لاسرسي له امله دا پرېکړه کړې ده.

پر روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې د اقتصادي بندیزونو له امله په افغانستان کې روسي چورلکې، په بنسټيزه توګه نه رغول کېږي او دغه چورلکې له ۱۲ زره ساعته الوتنې وروسته له کاره لوېږي.

له دې بندیزونو وړاندې، روسۍ چورلکې د بیا رغونې لپاره چک او اوکراین ته استول کېدې، خو اوس دغه بهیر له ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی سلاکار شان مک لي وايي له دې امله هڅه کوي چې په افغانستان کې د روسي «مي ۳۵» چورلکو پر ځای امریکایۍ «بلک هاک» ځای ناستې کړي.

هغه په ډاګه کړه:«زموږ هوډ دا نه دی چې روسۍ «مي ۳۵» چورلکې وساتو؛هوډ لرو چې بلک هاک الوتکې د هغوی پر ځای وکار وو.»

دم‎ګړۍ د روسي «مي ۳۵» جنګي چورلکو شمېر چې د افغانستان د هوايي ځواک په واک دې دي ۴ عددو ته رسېږي، د افغانستان هوايي ځواک ۲۶ اکمالاتي «مي ۱۷» الوتکې په واک کې لري.

له دې ډلې ۲ «مي ۳۵» چورلکې د کابل په پوځي هوايي ډګر کې تر بیارغونې لاندې دي.

د کابل په پوځي هوايي ډګر بیارغوونکی (انجنیر) محمد صابر په دې اړه وویل:«دغه دوه باله چورلکې چې دلته تر ترمیم لاندې دي، کم عمر لري؛ډېر ژر به دغه چورلکې د بنسټیز بیارغونې لپاره  له هېواد څخه بهر ته واستول شي.»

الوتکې له هرو، پنځوسو، سلو، دوه او درې سوه ساعتونو  الوت نه وروسته بیا جوړولو ته اړتیا لري، خو له دوه زره ساعتونو الوت څخه وروسته؛ بېخي له کاره لوېږي. او اړتیا وي چې یوه پرمختللي دستګاه کې په اساسي ډول جوړه شي.

خو دې ورځو کې د روسي چورلکو وسایل په ګرانه پیدا کېږي. نو له همدې کبله ځینې وخت د یوې چورلکې بیارغول اوونۍ اوونۍ وخت نیسي.

د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د الوتکو د بیارغونې د کنډک امر احمدشاه هوتک په دې اړه څرګنده کړه:«کله اړ کېږو چې د چورلکو د بیارغونې لپاره، د زړو الوتکو له پرزو څخه استفاده وکړو.»

تر راتلونکو درېیو ماشتو به افغانستان ته څلور نورې بلک هاک چورلکې ورسېږي. اوس نو هوایي ځواک د «مې ۱۷»او «مې ۳۵» چورلکو ځوانو پيلوټانو ته هیله من دی.

جمشید او امان الله هغه پیلوټان دي، چې امریکا کې هم روزل شوي.

د «مې ۱۷»چورلکې پیلوټ جمشید په دې اړه وویل:«په شپږو میاشتو کې کولای شو چې بلک هاک چورلکو ته ځانونه چمتو کړو.»

د «مې ۱۷» یو بل پیلوټ امان الله هم وايي:«ټول پيلوټان په ځانګړې توګه د «مې ۱۷» پیلوټان چمتو دي او کولای شي له بلک هاک چورلکو څخه کار واخلي. دغه چورلکې له مې ۱۷ سره دومره توپیر نه‎لري.»

افغانستان دمګړۍ شاوخو ۱۲۰ الوتکې لري. حکومت هڅه کوي تر راتلونکو ۷ کلونو دا شمېر دوه برابره کړي او د جنګي چورلکو  شمېر ۱۷۵ باله کړي،او باروړونکو الوتکو شمېر ۸۹ چورلکو شمېر ۲۱۴ ته ورسوي.

اوس‎مهال یوازې څلور «می۳۵» جنګي روسي چورلکې د امینتي ځواکونو په واک کې دي،په داسې حال کې چې کلونه وړاندې دا شمېر زیات وه.

شریک یي کړئ