Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې ۵۰۰ زره کونډې ژوند کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې ۷۰ زره کونډې له اقتصادي او حقوقي ستونزو سره خپلو کورنیو ته د ډوډۍ برابرولو مسولیت لري. اخوا د جون میاشتې ۳۲ نېټه د کونډې له نړیوالې ورځې سره سمون لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د جون میاشتې در ویشتمه نېټه د کونډو ورځ نومولې ده. دا ورځ د کونډو د ستونزو د هواري په موخه لمانځل کېږي. خو په افغانستان کې کونډې ، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دغه رپوټ کې د دوو کونډو ښځو د هرې یوې شکیلا او بي بي کو ژوند ته یو لنډه کتنه شوې ده.

شکیلا یوه مور ده چې د اتو بچیانو سرپرستي کوي هغه ډوډۍ پخوي او له دې لارې خپلو بچيانو ته خواړه برابروي.

دا دوه میاشتې مخکې هغه مهال له بغلان څخه کابل ته راغله چې خاوند یې له طالبانو سره د افغان ځواکونو په نښته کې ووژل شو.

کونډې شکیلا په دې اړه وویل:«کابو ۲ زره افغانۍ پیدا کوم.له هغې ډېرنه کېږي. د کور کرایه ۵ زره ده چې خپلوان مې راسره مرسته کوي.حیرانه پاتې یم چې دا میاشت څه وکړم. »

بی بی کو اتیا کلنه ده چې له خپلو څلورو اولادونو سره د کابل په یوې څنډه کې ژوند کوي. دا له خپلې دیارلس کلنې مسۍ سره یوه وړوکې هټۍ لري.

خو اوس د کار کولو توان نه‎لري. ځوان زوی یې هم چې د ملي پوځ سرتېری وو، شپږ میاشتې وړاندې په فراه ولایت کې ټپي شو اوس په کور ناست دی.

د بي بي کو مسۍ یاسمین وايي:«کله چې ښوونځي ته ځم انا مې په هټۍ کې وي.کله چې زه بېرته له ښوونځي څخه راغلم زه په هټۍ کې وم او انا مې کور ته ځي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۵۰۰ سوه زره کوڼدې ژوند کوي.
۷۰ زره یې د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرونکي دي.

څه باندې پنځوس سلنه کونډې د سړکونو پر سر توکي پلوري. او ۳۸ سلنه یې په دفترونو کې کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار عبدالفتاح څرګنده کړه:«موږ دکونډو لپاره منظم پروګرامونه لرو. په دفترونو کې کونډو مېرمنو ته د دې لپاره کم معاش ورکول کېږي چې کونډې دي امتیاز کم ورکوي.موږ په دې هڅه کې یوو چې د کونډو امتیازیات ډېر شي.»

په افغانستان کې کونډو میرمنو د زیاتیدو لوی علتونه جګړې او تاوتریخوالي ګڼل شوي دي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

په افغانستان کې ۵۰۰ زره کونډې ژوند کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې ۷۰ زره کونډې له اقتصادي او حقوقي ستونزو سره خپلو کورنیو ته د ډ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه