Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په امنیتي بنسټونو کې له فساد سره پر مبارزې د غني نوې ژمنې

افغان ولسمشر غني نن پنجشنبې(د کب په ۵مه) په کابل کې د مارشال فیهم له پوهنتون څخه د ۳۴۳ سربازانو د فراغت په لمانځغونډه کې وویل چې په جبهو کې جګړه د افغان امنیتي ځواکونو د کټې د بدلېدو په حال کې ده او ترهګر کرا کرا د سترو خوځښتونو ځواک له لاسه ورکوي.

ښاغلي غني د هېواد په امنیتي بنسټونو کې د فساد شتون ته په اشارې سره وویل چې دولت نور هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دي او په فساد ککړي دي،ونه زغمي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې دولت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پراخو اصلاحاتو د راستو لپاره ژمن دي.

ښاغلي غني وویل:«د افغانستان ۳۴۳ ځوان منصب لرونکي،نن د افغانستان دښمنانو ته یو پیغام لري،خپلې پلیتې موخې به ګور ته یوسئ.»

د ملي اردو ۳۴۳ پوځیانو له څلورکلنو پوځي زده کړو وروسته عملي کار پيل کړ ترڅو له هېواد څخه د دفاع لپاره کار وکړي.

د مارشام فهیم د پوځي پوهنتون قومندان جلندر شاه بهنام وویل:«د دغو پوځيانو یوځای کېدل،د افغانستان د ملي پوځ د تاکتیکي او عملیاتي لیکې یې له کمي او کیفي پلوه پياوړې کړي دي.»

د هېواد په وسله والو ځواکونو کې فساد او اختلاس ولسمشر غني سخت په غوسه کړی دی.

غني زیاته کړه:«هر څوک چې پر دښمن مهمات پلوري،د عسکرو ډوډۍ پټوي،تېل غلا کوي او په فساد کې لاس لري،زموږ اتل ملت ته او د وسله‎وال پوځ لپاره،په هېڅ ډول د زغم وړ نه دي.»

له بلخوا افغان پوځیان د افغانستان ګاونډیو ته داسې پيغام لري.

لویې درستیز قدم شاه شهیم په دې اړه وویل:«ډاډ ورکوم چې په دې وروستیو کې د ځینو ګاونډیو له شور او خوځښت څخه چې په بېلا بېلو بڼو جریان لري،چې په واقعیت کې له ترهګرو سره ستره مرسته ده،وېره نه لرم.»

دغه پوځیان ښه پوهېږي چې له دې وروسته له هېواده د دفاع او د امنیت د ټینګښت دروند مسؤولیت پرغاړه لري.

دویم بریدمل ذبیح الله وویل:«تاسې هېڅکله نه شي کولای خپلو شومو موخو ته ورسېږئ. او موږ شته یوو چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړو.»

پسرلی او اوړی په افغانستان کې د جګړې موسم بلل کېږي، افغان پوځیانو په ژمي کې هم سختې ورځې لرلې، پسرلی او اوړی د دغو ځواکونو په وړاندې لویه آزموینه کېدای شي ځکه له جګړې ډک موسم اټکل شوی دی.

شریک یي کړئ