د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغو علماوو د دریځ نیولو په منظور ګډه غونډه جوړه شوه.
دغو دیني علماوو، په یوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره له هڅو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نهلري.
په دغې اعلامیه کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د سولې وړاندیز چې موده وړاندې د ولسمشر غني له خوا وړاندې شوی مثبت ځواب ورکړي:«موږ علما، د افغانستان د سولې له وړاندیزه چې په فبرورۍ میاشت کې اعلان شو، له هغه ستاینه او ملاتړ کوو.»
دغو دیني علماوو، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمهییزو او نړیوالو هڅو ستاینه کوي.
دا غونډه په داسې حال کې په اندونیزیا کې جوړېږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي څپې لوړې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې ځانمرګو بریدګرو د کابل ښار په دوو مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو ډلهییز بریدونه وکړل او ساعتونه له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت شول.
افغان حکومت وايي چې دا بریدونه د حقاني شبکې او لښکر طیبه له خوا پلان او ترسره شوي دي، هغه ډلې چې د ملي یووالي حکومت په باور، په پاکستان کې دي او خپل پلانونه له هغه ځایه طرحه کوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د دې لپاره چې پاکستان پر ترهګرو ډلو نفوذ لري، د دغه هېواد له علماوو غوښتل شوي چې د اندونیزیا په غونډه کې د افغانستان د جګړې پر ضد فتوا صادره کړي.