دغه ۳ تنه افغان کډوال د میاشتو راهیسې د نشهيي توکو د قاچاق په جرم په ایران کې بندیان ول او د دغه هېواد د محکمې د حکم څخه وروسته یوه اوونۍ وړاندې اعدام شول.
په ورته وخت کې د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د تخار څه د پاسه ۷۰۰ تنه اوسېدونکي د ایران په بندونو کې بندیان دي.
دغه کسان چې د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ د چهارتوت کلي اوسېدونکي ول نن د خپلو خپلوانو په اوږو خاورو ته وسپارل شول.
د دغو اعدام شویو کسانو د یوه اعدام شوي کس مېرمن شاکره چې وروسته له دې به په یوازیتوب سره د خپلو دوو ماشومانو سرپرستي په غاړه ولري؛ وویل: " خاوند مې د قاچاق وړونکو لهخوا غولول شوی دی او په ایران کې یې قاچاق وړنې ته مخه کړې وه. موږ د دولت څخه غواړو چې په ایران کې د افغانانو د اعدام څخه مخنیوی وکړي".
د یو بل اعدام شوي کس ورور جمعهخان هم وویل: " د ایران یوې محکمې د مدافع وکیل څخه پرته زما ورور په اعدام محکوم کړی دی؛ د دغې محکمې کار عادلانه نهدی او موږ د عدالت غوښتونکي یو".
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ ولسوال نور احمد وايي: " د دغې ولسوالۍ نږدې ۷۰۰ تنه اوسېدونکي د ایران په بندونو کې اوسېږي؛ موږ د مسؤلو بنسټونو څخه غواړو ترڅو د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره هېڅ ډول هڅه ونهسپموي".
د چارو کارپوهان بېکاري او نا امني د هېواد څخه د ښاریانو د تېښتې لاملونه بولي او د مسؤلو بنسټونو څخه غواړي چې د هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې د مخنیوي لپاره ګټورې خپرونې طرحه کړي.
په دې اړه مو اندونه