په بادغیس ولایت کې امنیتي چارواکي نن پنجشنبې (د سلواغې په ۱۹ مه) وویل چې دغه ۱۵ سرتېري د بېلابېلو امنیتي بنسټونو دي چې د تېر یوه کال جګړو په لړ کې، د طالبانو له خوا بندیان شوي وو چې بالاخره، د طالبانو له بند څخه یې تېښته کړې ده.
دغه چارواکي زیاتوي چې دغه سرتېري د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا بندیان شوي وو، خو د سېشنبې پرشپه ناوخته او له تورتم څخه په ګټې اخیستنې، په تېښته بریالي شوي دي.
چارواکو په دې اړه ډېر جزییات وړاندې نه کړل. اخوا طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.