د بدخشان د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د دغه ولایت په هغو سیمو کې د عملیاتو په لاره اچولو کې ځنډ چې ترهګر په کې فعالیت لري، کولای شي د ناامنۍ زمینه نور هم برابره کړي.
هغوی د دغه ولایت پر امنیتي چارواکو نیوکه کوي چې په ځلونو د طالبانو پر لهمنځه وړلو ټینګار کړی، خو په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.
د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري په دې اړه وویل:«په یقین سره کهچېرې حکومت د څو ورځو لپاره عملیات پیل کړي او بې پایلې پاتې شي، بیا ډاډمن واوسې چې د خلکو اندېښنې زیاتېږي، او د طالبان عملیات به هم زیاتوالی ومومي.»
په همدې حال کې، په بدخشان کې د مدني ټولنې ځینې فعالان له وسلهوالو طالبانو څخه غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
په بدخشان کې د ښځو د چارو په برخه کې فعاله ذفنون حسام ناطق څرګنده کړه:«د بدخشان ټولې ښځې له طالبانو څخه غواړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي، ترڅو په ګډه نازنین افغانستان اباد کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ځايي چارواکي، د فیض اباد ښار د اتمې او نهمې حوزو د پاکونې د عملیاتو له پیل څخه خبر ورکوي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد په دې اړه په ډاګه کړه:«له چاڼ څخه وروسته موږ پرېکړه وکړه چې په بدخشان کې له مېشتو ځواکونو په اتمې او نهمې حوزو کې چاڼیزعملیات پیل کړو او د وردوج او یمګان ولسوالیو د پاکونې لپاره له مرکزي حکومت څخه به مرسته وغواړو.»
د بدخشان ځايي حکومت په داسې حال کې د اتمې او نهمې حوزو د پاکونې لپاره یو ځل بیا ژمنه کوي چې د دوه تېرو اوونیو په اوږدو طالبانو پر اتمې امنیتي حوزې دوه ځله د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د دولتي ځواکونو څه تنه یې شهیدان، ټپيان او اسیر کړي دي.