Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغلان کې د طالبانو د سیمه‎ييز قومندان وژل کېدل

په بغلان کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان ووژل شو.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال محب الله کوهدامني په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې په دغې نښته ته کې چې د پنجشنبې پر شپه د ۷ بجو څخه وروسته د دغې ولسوالۍ د وردکو په کلي کې د امنیتي ځواکونو د یوه کمین په پایله کې د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان ووژل شول چې مړی یې هم د پولیسو لاسته لوېدلی دی.

په همدې حال کې،د پروان پولیسو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د یوې چاودنې مخنیوی وکړ.

د پروان د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسؤول سلیم نوري په دې اړه وویل چې یوه ۱۶ کیلو ګرامه بوشکه چې له چاودېدونکو توکو څخه ډکه چې د دولت د مخالفیون له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره د کوه صافي ولسوالۍ په عمومي واټ کې ځای پر ځای شوی وه،له چاودنې څخه وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شول.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې په دغې نښته ته کې چې د پنجشنبې پر شپه د ۷ بجو څخه وروسته د دغې ولسوالۍ د وردکو په کلي کې د امنیتي ځواکونو د یوه کمین په پایله کې د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان ووژل شول چې مړی یې هم د پولیسو لاسته لوېدلی دی.

شریک یي کړئ