د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ په یوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ولایت کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې په ترڅ کې ۴ ماشومان وژل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبې د چنګاښ په ۲۱ مه) د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ په ناقلان سیمه کې رامنځټه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې ماشومانو د هاوان له دغې سرګلولې سره لوبې کولې او هغه مهال چې هغه یې په ډبره وویشته چاودنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناقلانو سیمه د دولت د مخالفو وسلهوالو تر ولکې لاندې سیمه ده.