یوې دولتي سرچینې د چهارشنبې ورځې په ګهیځ (د زمري په ۲۴ مه) په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ۴۵ سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دغې سرچینې طلوع نیوز ته وویل، طالبانو بیګا شپه د علاو الدین پر اډې برید کړی چې لسګونه پوځیان او سیمهییز پولیس په کې دېره وو.
د دغې سرچینې په وینا، په دغه برید کې ۳۵ د ملي پوځ سرتېري او ۱۰ تنه سیمهییز پولیس وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه ورځو کې طالبانو په هېواد کې د امنیتي ځواکونو پر دوه اډو بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې وړاندې په فاریاب ولایت کې یوې سیمهییزې سرچینې ویلي وو چې د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د «چینایانو کمپ» په نامه پوځي اډه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د دغو سرچینو په وینا، چې دغه اډه د طالبانو له خوا د ۴۸ ساعتونو لپاره د طالبانو له خوا کلابنده وه او بالاخره د دوشنبې پر ماښام (د زمري په ۲۲مه) د طالبانو له خوا وپرځول شوه.
دغه سرچینه زیاتوي، څه باندې ۴۰ امنیتي ځواکونه چې په دغې اډه کې دېره وو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمدطرهر رحماني د دې خبر پخلی کړی وه.