ملي دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۱ مه نېټه) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې په تخار کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې څلور طالب اورپکي وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان دي.
خبرپاڼه لیکي چې د توپان ۲۴ عملیات د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ شورتوغي سیمې او همدارنګه د خواجه غار ولسوالۍ په امنیتي کمربند سیمه کې په لاره اچول شوي وو چې د هغه په پایله کې څلور طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دغه عملیات به په ذکر شویو ولسوالیو کې د طالبانو تر لهمنځه وړلو او پاکولو پورې دوام وکړي.
په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.