د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف او افغان ولسمشر اشرف غني د نړیوال لیږدرالیږد پایدار کنفرانس په ناسته کې لیدنه درلوده او پر بېلابېلو موضوعاتو یې سره خبرې کړې دي.
د پاکستان اکسپرس ټریبیون د خبر له مخې چې د پاکستان د پوځ مشر، راحیل شریف هم له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره ټلفوني خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په برخه کې بیا خپلې هڅې کوي.
د راپورونو له مخې، روانې میاشتې کې په داسې حال کې دپلوماټیکې هڅې شوې دي چې د طالبانو درې کسیزه پلاوی د پاکستان پلازمېنې ته د سولې خبرو په موخه تلی دی.
په قطر کې د طالبانو یوه غړي ویلي دي:«د طالبانو قطر دفتر د سیاسي خبرو اترو لپاره ستراتیژیکې هڅې کوي.»
د نوازشریف له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نواز شریف او ښاغلي غني د سولې خبرو اترو کړنلارې په اړه خبرې کړې، او نوازشریف د سولې هڅو په برخه کې د افغانستان هڅو څخه درناوی کوی.
خبرپاڼه زیاتوي چې نواز شریف د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې ملاتړ کوي.
په دې لیدنه کې نواز شریف اشرف غني ته ویلي دي:«پاکستان به د سولې خبرو اترو آسانتیا لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. لکه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د څلور اړخېزې ناستې سره.»
د پاکستان اکسپرس ټریبیون د خبر له مخې چې د پاکستان د پوځ مشر، راحیل شریف هم له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره ټلفوني خبرې کړې دي. د پوځي ویاند، عاصم بجوا هم دا خبر تائید کړی.
مخکې له دې اجرائیه ریاست په خپله ټوېټر پاڼه کې هم د عبدالله او شریف ترمنځ د ټلفوني خبرو په اړه لیکلي وو.
په دې اړه مو اندونه