Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو دوه ورځو کې ۴ ولایتونو کې کابو ۹۰ سرتېري وژل شوي

یوازې په تېرو دوو ورځو کې په بادغیس، فراه، فاریاب او غزني ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو له کبله شاوخوا ۹۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.

له هغې وروسته چې له دولتي ځواکونو سره د طالبانو دری ورځينی اوربند پای ته ورسېد دغې ډلې په اوو ولایتونو کې پراخ بریدونه پيل کړل.

د چهارشنبې په شپه د بادغیس ولایت په اب کمریو او بالا مرغاب ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۴۰ دولتي ځواکونه ووژل شول.

 د باغیس امنیه قومندان جنرال فهیم قایم په دې اړه وویل:«د دولتي ځواکونو له ترحم څخه یې ناوړه استفاده وکړه.»

په همدې حال کې فاریاب ولایت کې د دغو ورځو پرمهال د طالبانو په بریدونوکې چې د دغه ولایت په خواجه سبزپورش ولسوالۍ کې يې کړي دي لس دولتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د دې بریدنو سربېره طالبانو په فراه ولایت کې هم پر ځينو سیمو بریدونه پیل کړي دي چې په تېرو دوه ورځو کې د فراه په بلابلوک ولسوالۍ  لږ تر لږه ۱۸ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د فراه ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي:«زموږ خلک اندېښنه لري چې باید مرکزي حکومت فراه ته پاملرنه وکړي.»

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب هم څرګنده کړه:«د دښمن ۱۲ عراده موټر او نورې درنې او سپکې وسلې له منځه تللې دي.»

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، دغو بریدونوکې لس  د دولت وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش زیاته کړه:«د افغانستان د دښمن په وړاندې چې ګواښونه یې رامنځته کړي، موږ له خپلو ټولو امکاناتو سره مقابله کړې او د افغانستان د خلکو یو ډېر شمېر دښمنان موږ چې اوربند یې تر پښو لاندې کړی وژلي دي.»

بلخوا د غزني ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې وروستیو بریدونو پر مهال ۱۴ دولتي پوځيان وژل شوي دي.

د بادغیس، فراه، غزني ولایتونو سربیره هلمند، ارزوګان او ننګرهار هم د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د مرګونو نښتو شاهد وو.

که څه هم طالبانو اوربند و نه غځوه، خو حکومت خپل یو اوونیز اوربند یې لسو ځورو ته وغځوه.

ملي دفاع وزارت وایي، طالبانو له درې ورځني اوربنده وروسته د هېواد په ۷ ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

شریک یي کړئ