Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو دوو اوونیو کې د ولسي جرګې نصاب یوازې یوه ورځ بشپړ و

د ولسي جرګې د غړو د دوبي له رخصتیو وروسته د دغه بنسټ د غړو د کار له پیله دوه اوونۍ تېرېږي، خو په دې موده کې یوازې یوه روځ د دغې جرګې نصاب بشپړ و.

 په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې د ۲۴۹ غړو له ډلې یوازې ۷۰ تنو ګډون کړی او د دغه بنسټ نورو غړو په ناڅرګندو لاملونو په مجلس کې ګډون نه دی کړې – حتا اداري پلاوي هم.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست په دې اړه وویل:«په نورو هېوادونو کې که‎چېرې پارلمان ۲۰۰ غړي ولري د هغوی ۱۸۰ تنه یې حاضر وي، خو دلته چې اوس ۹:۴۵ دقيقې دي د ۲۴۵ وکیلانو له ډلې کم حضور لري.»

غلام فاروق مجروح هم څرګنده کړه:«د دغې ستونزې مدیریت تر ډېره اداري پلاوي پورې اړه لري.»

 د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو پخوانی غړی عبدالرووف انعامي وايي چې د ولسي جرګې ګڼ غړي پر سوداګریزو کارونو بوخت دي او دغه راز د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي چې د ده په وینا زورواکي دي ولسي جرګې ته نه راځي.

هغه زیاته کړه:«ملي سوداګرۍ دننه په شورا کې پیل شوي چې هغوی تر ډېره له هېواده بهیر اوسېږي چې دوی کابو سل تنه دي، زموږ سل تنه په دې ترتیب ورکېږي او کله چې زه په اداري پلاوي کې وم پر دې موضوع مې څېړنه او تحقیق وکړ.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د ټاکنیز کمپاین پیل ته تر یوې اونۍ کم وخت پاتې دی او د ولسي جرګې ډېری اوسني غړي د را روانو ټاکنو نومندان دي.

د ولسي جرګې د فني برخې کارکوونکو، د دغې جرګې د غړو کمرنګه حضور له امله رسنیو ته د عمومي تالار انځورنه نه ورکوي.

شریک یي کړئ