د ننګرهار ځايي چارواکو نن (سېشنبې د لړم په ۹ مه) د دې پخلی کړی چې دوه ځانمرګي بریدګر او د هغوی یو پلانونکی د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په جلال اباد ښار کې، نیول شوي دي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل په دې اړه وویل:«دوی غوښتل چې د جلال اباد ښار له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې د ملي امنیت د ځواکونو لهخوا ونیول شول. دغه کسان د پولې له هغې غاړې جلال اباد ښار ته راغلي وو.»
ځايي چارواکو ویلي چې دوه تنه یې د کندهار او لغمان ولایتونو اوسېدونکي او پلاونونکی د پاکستان د کوټې دی.
چارواکي زیاتوي:«بریدګر په یوه کرولا ډوله موټر کې نیول شوي او یوه بریدګر غوښتل چې په یوې ګڼې ګوڼې سیمه کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.»
چارواکو ویلي چې دغه دوه تنه، د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د جلال اباد ښار په درېیمه حوزه کې نیول شوي دي.