د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ د دې پخلی کوي چې دغه برید د «ماشومانو د ژغورنې صندوق» د دفتر پر څانګې شوی دی.
هغه طلوع نیوز ته وايي چې لومړی د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې د دغه دفتر تهڅېرمه لومړی یو موټر بم چاودول شوی او وروسته بریدګر ودانۍ ته ننوتلي دي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت شوي دي.
دمګړۍ هم د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې ده.
په همدې حال کې، د دغه ولایت د روغتیا چارواکي وايي چې تراوسه د دغه برید ۱۱ تنه ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
له بلخوا، د هغو کسانو ځينې کورنۍ چې په دغه بنسټ کې کارکوي، د خپلو د کورنیو د لیدو لپاره د پېښې سیمې ته راغلي دي.
ویل کېږي چې سیمې ته ډېر ژغورنګاډي (امبولانسونه) رسېدلي دي.
د طالبان په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده ملنې.