Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په جګړه کې د امریکايي پوځيان د کارونې د طرحې د رد لغوه کېدل

د امریکا سنا د افغانستان او نورو هېوادونو په جګړه کې د پوځي ځواکونو د استفادې د جواز د لغوه کېدو مخنیوی وکړ.

په داسې حال کې چې د امریکا جمهوري غوښتونکی سناټور رنډپال، د یوې طرحې په وړاندې کولو سره هڅه کوي چې د امریکې له ملي پوځ څخه د پوځي ځواکونو د کارونې واک واخلي، خو ډېریو امریکايي سناټورانو د هغه دغه طرحه رد کړه.

هغه زیاته کړه:« په افغانستان کي له ۱۶ کاله جګړې وروسته زموږ د موخې مشخص کول ستونزمن دي څوک شته چې ووایي، موږ نوي اجازه لیک ته اړتیا لرو موږ به دغه د جګړې اجازه لیک په هرځای کې چي وي له محدودیت څخه پرته صادر کړو.»

رند پال وايي، چې کانګرس باید له خپل اجرایي واک څخه ګټه واخلي ځکه هغه حکومت په جګړو کې له ناقانونه کړنو کار اخلي.

له دې ډلې بل جمهوري غوښتونکی سناټور جان مکین په دې باور دی که‎چېرې د امریکا له ملي پوځ څخه د پوځي کارونې واک واخیستل شي، له طالبانو، داعش، القاعدې سره به د واشتنګټن د جګړې هڅې بابېځه ولاړې شي.

ښاغلي مکین زیاته کړه:«زموږ پوځيان اوس مهال د داعش، القاعدې، طالبانو او نورو ترهګر ډلو پر ضد ځای پرځای شوي که‎چېرې د جګړې اجازه لیک بدیل ولرو نو موږ به پوځي عملیات له خطر سره مخ کړو.»

د امریکې بل سناټور جري مورن هم څرګندوي:«زه تازه له افغانستان څخه راستون شوی یم دا څلورم ځل دی چې دغه هېواد ته ځم زه دې پایلې ته ورسېدم چې موږ په افغانستان پورې تعلق لرو، په دغه هېواد کې زموږ شتون د افغانستان بیا روغونه او د امریکایانو ساتنه ده په افغانستان کې ۲۱ ترهګرې ډلې د امریکايانو د وژنو هڅې کوي.»

 د ډموکراټانو یو شمېر نور سناتوران هم د رند پال له طرحې سره مخالف دي ځکه جک رید په دې اند دی چي د دې طرحې تصویب به د امریکايي پوځيانو لپاره ښې پایلې ونه لري.

هغه په ډاګه کړه:«د پوځيانو د کارونې له جواز څخه پرته، به زموږ د ملاتړو او پوځيانو ترمنځ تشه رامنځته کړي. او د دغې طرحې تصویب به د امریکايي پوځيانو لپاره ښې پایلې ونه‎لري.»

 که د امریکا د سنا مجلس له خوا د رنډ پال طرحه تصویب شي ډونلډ ټرمپ اړ کېږي چې په افغانستان، عراق ، سوریې او نورو هېوادونو کې د داعش، طالبانو او نورو وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات او جګړه ودروي.

شریک یي کړئ