Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په جګړه ییزو سیمو کې د اوربند او اختر خوند

د هېواد هغو سیمو اوسېدونکي چې په سیمو کې یې جګړې روانې دي، د اختر درې ورځني اوربند په ترڅ کې له امنې فضا خوند اخلي او د اوربند د دوام غوښتنه کوي.

 میدان وردګو کې چې هره ورځ یې د جګړې او تاوتریخوالي کیسو سره تیريږي‎، نن(یکشنبې د زمري په ۱۲مه نېټه) د درې ورځني اوربند او د خوښیو وروستي ساعتونه تېروي.

سیمه کې هټیوال، محمدایوب د خپل ژوند ډېر کلونه به جګړه کې تېر کړي او پرته له دې یې څه نه دي لیدلي، خو پاتې یې غواړي په اوربند او سوله کې تېر کړي.

هغه زیاتوي:«میدان ښار کې اختر کې ارامي وه، هیله لرم چې ارامي راشي او ټول په ارامه ژوند وکړي. له جګړې ستړي شوي یوو.»

همداراز ځیني ځوانان بیا د درې ورځني اوربند له فرصته ګټه اخلي او د جګړې له وېرې لیري غواړي د ښه وخت تېرولو سره موخه له غزني نه بامیانو ولایت ته ولاړ شي.

دغزني ولایت اوسېدونکی، عبدالمنان رحماني بیانوي:«نن له دوستانو سره راغلي یوو له غزني نه، او غواړو چې بامیانو ولایت ته ولاړ شو، هیله لرو چې تل سوله ووسي او موږ تل په ارامۍ سفر وکړو.»    

خو ځینو ځایونو کې بیا د جګړې کیسې لا هم پای نلري، د شریف الله کورنۍ چې غوښتل یې د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ ته خپل وران شوي کورته ولاړ شي، خو د طالبانو لخوا ورته اجازه نه ده ورکړل شوې.

د کابل اوسېدونکی، شریف الله څرګندوي:«غواړم چې نرخ ولسوالۍ ته ولاړ شو، نهه کاله کیږي چې کابل کې یوو، کورنه مو سوځېدلي دي. د کورنۍ څلور غړي مې جګړو کې وژل شوي دي. نور د جګړې ستړي شوي یوو.»

په دغو ورځو کې بیا د نرخ ولسوالۍ لیري پرته سیمه کې افغان سرتېري هم د سولې لپاره شېبې شمارې.

د پوځي سرتېری، غلام نبي هم وايي:« موږ د خپل ملت لپاره سینې ډال کړې دي او خلکو ته ډاډ ورکوو چې ارامه ووسي او موږ د خپل ملت لپاره ولاړ یوو.»

افغان سرتېري که څه هم چې اوربند ته خوشاله دي، خو وايي چې د اختر په دوهمه ورځ د  اوربند سره سره بیا هم له جګړې فارغ نه وو او طالبانو یې پر پوستو بریدونه کړي دي.

د پوځ سرتېری، توفیق الله کوهستاني وايي:«د اختر ورځې ښې وې او اوربند ته خوشاله وو، خو د اختر دوهمه ورځ کې طالبانو بریدونه وکړل، موږ حیران یوو چې دا څه ډول ژمنه ده او دا څه ډول ژبه ده چې پر خپلې خبرې هم ولاړ نه دي.»

دا دریم ځل دی چې افغانان په اخترونو کې د اوربند شاهدان دي. دا په داسې حال کې ده چې له اختره مخکې هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي زور اخیستی وو او په کابو اوولسو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې وې.

 میدان وردګو کې چې هره ورځ یې د جګړې او تاوتریخوالي کیسو سره تیريږي، خو نن د اوربند د ورستۍ شېبې مخکې په وړانډې روانې دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه