Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په خوست کې د یوې کورنۍ ۷ غړو وژل شوي

د دغې کورنۍ یو شمېر نېږدې خپلوان ادعا کوي چې، دغه اووه تنه د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

 دوی له مرکزي حکومته غواړي چې د پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي او عاملین یې مجازات شي.

د دغې کورنۍ  ۷ غړي د پنجشنبې په ورځ خاورې ته وسپارل شول.

د دغو قربانیانو خپلوان ادعا کوي چې دغه کسان د خوست په علي شیرو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي. په وژل شوو کې پنځه وروڼه، یو يې وراره او یو د وژل شوو د کاکا زوی دی.

د وژل شوو کسانو له خپلوانو څخه علي جان کوچی وايي:« پنځه وروڼه دي چې په دغو عملیاتو کې شهیدان شوي دي، یو تن یې زما وراره دی چې له ما سره یو ځای اوسېده. او بل یې زما د کاکا زوی وه.»

د خوست ولایت د کوچیانو د شورا رییس حاجي ګل مرجان فاروقي په دې اړه څرګند وي:«موږ ته ووایاست چې موږ څوک یوو او د کوم هېواد یوو؟ هغه اوه تنه چې نن شهیدان شوي په خدای قسم چې طالبان نه وو. هغوی عادي خلک وو، دلته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره راغلي وو، او هغه چا چې د څو ډالرو لپاره د هغوی رپوټ ورکړ، هغوی یې تباه او برباد کړل.»

دغه راز، د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د دې پخلی کوي چې د خوست علي شیرو ولسوالۍ په سرحدي بتي تانه سیمه کې د دولت د مخالفینو وسله‎والو پر ضد هوايي عملیات شوي دي.

که څه هم دی په دغو عملیاتو کې ملکي مرګ نه تاییدوي خو وايي، د دې پېښې د څېړنې په موخه یې پلاوی د علي شیرو ولسوالۍ ته لېږل شوی دی.

د لومړنیو څېړنو څخه څرګندېږي چې هم مهاله د کورنیو او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو په زیاتوالي سره دغو بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په خوست کې د یوې کورنۍ ۷ غړو وژل شوي

د خوست والي که څه هم په دغو عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبلې پخلی نه کوي خو وايي، د دې پېښې د څېړنې په موخه یې پلاوی د علي شیرو ولسوالۍ ته لېږل شوی دی.

شریک یي کړئ