Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په خپل وخت د ټاکنو پر ترسراوي د ولسمشر غني ټینګار

ولسمشر غني، په خپل وخت د هېواد د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو پر ترسراوي ټینګار کوي.

ښاغلي غني چې نن په ارګ کې له هېواده د پخواني شوروي د سرو پوځیانو د وتلو د ۲۹ کلیزې په لمانغونډه کې د ځينو سیاستوالو په منځ کې وینا کوله، له خلکو وغوښتل چې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ولسمشر په دې اړه وویل:«د ملي یووالي حکومت په استازیتوب، د بېلابېلو طبقو له خلکو غواړم چې راشي او د ټاکنو په ترسراوي کې له موږ سره همکاري وکړي، او موږ په رڼو، ګټورو او په خپل وخت ټاکنو باور لرو.»

له دې سره جوخت د اسلامي حزب مشر چې په دغو مراسمو کې حضور درلود، حکومت یې په ناتوانۍ او د واک په انحصار تورن کړ، خو په رڼو او د بهرنیانو له لاسوهنو څخه په پاکو ټاکنو یې هم ټینګار درلود.

ولسمشر وايي، ټول خلک په حکومت کې ونډه لري او د حکومت د واک په اجنډا کې هېڅ انحصار نه شته.

ښاغلي غني په ډاګه کړه:«ارګ د زغم او د ملي بحثونو ځای دی، او موږ دا زغم پیدا کړی چې پر ملي مسایلو خبرې وکړو.»

له دې ټولو سره اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم په دغې غونډه کې له هغه څخه چې په حکومت کې نه ارزول شوې پرېکړې یې بولي نیوکه کوي.

د هغه په وینا د حکومت مشران باید داسې پرېکړې ونه کړي چې افغانستان د کرکېچ په لور بوځي.

که‎څه هم ښاغلي عبدالله څرګنده نه کړه چې منظور یې د چا له پرېکړو ‎څخه وه، خو تېره ورځ چې کله هغه د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش څخه خبر شو د دغه بهیر پر پیل یې نیوکه وکړه او د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د هغه د درېدو غوښتونکی هم شو.

په حکومت کې د واک له ولکې په داسې حال کې نیوکه کېږي چې د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ شخړې، له یوې میاشتې راهیسې دوام لري.

په تازه ګۍ سره ښاغلي نور ګواښ کړی چې په نېږدې راتلونکې کې، په ورته وخت کې په ۱۵ ولایتونو کې لاریون کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه