Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په دنده کې ناغېړي پر شاهین د قول اردو د برید لامل وه

پر ۲۰۹شاهین قول اردو د برید حقیقت موندونکي پلاوي له ټولو جنرالانو، افسرانو او سرتېرو څیړنې کړې او ډېر ژر به یې پایلې اعلان شي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش د یک‎شنبې پر ورځ( د غويي۱۷مه) طلوع‎نیوز ته وویل چې د حقیقت موندونکي پلاوي موندنې په دې قول اردو کې د ننه په دنده کې غفلت د دې خونړۍ پېښې لامل شوی دی.

دی زیاتوي:«په قول اردو کې د ننه په قرارګاه، اوپراسیون، ګارنیزیون، سوق او ادارې او هغه کسان چې د پېښې پر ورځ نوکري وو په ټولو څېړنې شوې دي او دا څېړنې روانې دي.»

یوه امنیتي سرچینه وايي ټولو بریدګرو په بغلان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د دغې قول اردو په چوکاټ کې فعالیت کاوه له همدې امله په آسانۍ وتوانیدل چې قول اردو ته ننوځي.

دا پيښه اوس د ملي دفاع وزارت، د ملي امنیت د عمومي ریاست او ملي امنیت شورا د پلاوي لخوا څیړل کیږي، خو دې پلاوي تر اوسه خپلې موندنې نه دي خپرې کړې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو پخوانی قومندان، مهمند کټوازي په دې اړه وویل:«زه که جرم ولرم، پلاوی چې راغلی دی نو باید هغه ثابت کړي، خو باید اوایم چې په پوځي برخه کې هرڅوک یوه ځانګړې دنده لري. بد عمل چې شوی دی مجرم لري؛ باید پرته له مجرم څخه نه وي، او موږ ساتوونکي نه وو.»

ځینې سرچینې وايي د دې برید پرمهال هغه سرتېري چې په دروازو او برجونو کې یې د امنیت د ساتلو مسوولیت درلود موجود نه وو، له همدې امله بریدکونکي په آسانۍ واتوانیدل چې قول اردو ته ننوځي، له بلې خوا د منتظرې قطعې پر ناکارندوالي هم نیوکه کیږي چې د افسرانو او سرتیرو د امنیت د ساتلو مسوولیت یې درلود.
  
پخوانی پوځي، جاوید کوهستاني څرګندوي:«له بده مرغه هغه تجربه چې د څلورسوه بستر روغتون څخه وه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د منتظرې قطعې نشتوالي سره په یوه لوی ګارنیزیون کې ددښمن نفوذ د ننه افسران او بریدملانو له دښمن سره اړیکه درلوده او د دې برید زمینه یې برابره کړې وه.»

له بله پلوه په دې اړه د بلخ د ولایتي شورا وايي چې د یوه بریدکوونکي ورور په قول اردو کې سرتېری وه.

د بلخ ولایتي شورا غړی، محمد هاشم عظیمي زیاتوي:«د یوه بریدکوونکي ورور په دې قول اردو کې سرتېری وه خو په دقیق ډول مو د هغه نوم پیدا نکړ.»

یوه امنیتي سرچینه وايي بریدکونکي د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رنجر موټرونو او وسایلو په کارولو سره قول اردو ته ننوتل او مدیریتي بې پامي د دې لامل شوه چې په دغه قول اردو کې څه د پاسه ۲۵۰ تنه ووژل شي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې پر دوه سوه نهم شاهین قول اردو برید کې په دندو کې ناغېړي د دې برید لامل شوی دی

شریک یي کړئ