امنیتي سرچینو نن پنجشنبې (د زمري په ۲۶ مه) طلوع نیوز ته وویل چې په زابل ولایت کې د بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې کابو د پولیسو ۱۸ سرتېري وژل شوي دي.
یوه سرچینه وايي چې تېره شپه د کابل- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د زابل ولایت د معلیزي او سپینه غبرګې په اړونده سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې ۸ پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغې نښته کې د پولیسو یوه پوسته لهمنځه تللې او بلواګرو ځینې وسلې هم له ځان سره وړي دي.
سرچینه وايي چې د نښتې په لړ کې بلواګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر په واک کې نشته.
له بلخوا یوه بله سرچینه وايي چې د زابل ولایت په شملزیو ولسوالۍ کې طالبانو د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۱۰ سرحدي ځواکونه وژل شوي او دوه تنه نور یې له ځان سره بیولي دي.
خو د زابل امنیتي چارواکو په رسمي توګه دغه مرګ ژوبله نه ده تأیید کړې.
طالبانو هم د دغو بریدونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
