Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په شپږو وروستیو میاشتو کې د دولت مخالف وسله‎وال له ځانګړو لارو سره جنګېدلي دي

د طلوع نیوز یو نوی رپوټ د دې ښودنه کوي چې د دولت مخالفو وسله‎والو د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې ډېری ډله‎ييزو بریدونو ته پاملرنه کړې ده او له ټولو څخه مهمه، چې د مخالفانو د عملیاتو مشري بهرنیو ترهګرو په غاړه لرلې ده.

په تېرو شپږو مياشتو کې دغه ځواکونه په ۱۳ کلونو کې له کم ساري بريدونو سره مخامخ شوي ځکه دا بريدونه تر ډېره ډله یيز او د ځينو ولسواليو د نيولو په موخه ترسره شوي دي.

هغه شمېرې چې طلوع نيوز د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې راټولې کړې دي د دې ښودنه کوي چې افغانستان له ۵۳۶۳ امنيتي ضد پېښو سره مخامخ و.

په لومړيو پنځو مياشتو کې د امنيت پرخلاف پېښې زياتې وې، خو يوازې په جون مياشت کې په افغانستان کې د يوې مياشتې مخکې په پرتله په امنيتي پېښو کې لږ کمښت راغلی دی چې دا ټولې شمېرې داسې خلاصه کېږي.

په افغانستان کې په جنورۍ مياشت کې ۶۹۶ امنيتي پېښې شوې، په فبرورۍ مياشت کې دا شمېر ۸۴۸ پېښو ته زياتوالی وموند خو په مارچ مياشت کې ۷۲۵ پېښې رامنځته شوې دي، چې يو ځل بيا دا کچه په اپريل مياشت کې ۹۳۰ پېښو ته زياتې شوې، دغه بهير په مۍ مياشت کې هم دوام وکړ او ۱۰۹۶ پېښو ته ورسېد خو په زړه پورې دا ده چې په وروستۍ مياشت يعنې په جون مياشت کې امنيتي ضد پېښې کمې شوې او ۱۰۶۸ ته رسېدلې دي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان په جګړه کې د سیمې د استخباراتو رول برجسته دی.

د ملي دفاع وزرات د ویاند مرسیتال په دې اړه وویل: "جګړه ده همدا جګړه ده چې په هغې کې د سیمې استخباراتي سازمان لاس لري خو امنیتي ځواکونه هېڅکله نه حاضرېږي چې له لاندې ځایونو څخه خپله اداره له لاسه ورکړي".

په تېرو شپږو مياشتو کې افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو بوختې ورځې لرلې چې له دې جملې افغان ځواکونو ۷۶ سلنه پوځي فعاليتونه لرل او د دولت مخالفو وسله والو ۲۴ سلنه پوځي خوځښتونه لرلي دي.

خو ويل کېږي چې د افغان ځواکونو ترټولو زيات فعاليتونه متقابل و او په منځنۍ توګه د مخالفينو هر بريد د افغان ځواکونو له څو عملياتو سره مخامخ شوی دی.

په تېرو شپږو مياشتو کې افغان ځواکونو دوه زره و ۷۱۹ عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې یو زره ۴۴ د کسانو دنيولو موردونه دي، افغان ځواکونو ۱۰۷ هوايي بريدونه هم ترسره کړي دي.

خو په مقابل کې د دولت مخالفو وسله والو په دغو شپږو مياشتو کې يو لړ فعاليتونه لرلي دي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د مينونو او بمونو د اېښودلو ۳۴۱ پېښې د دوي لخوا شوې دي، مخالفو وسله والو ۵۶۳ ځله بريدونه کړي، ۶۰ ځله يې ځانمرګي بريدونه او ۴۶ ځله يې هم توغندويي بريدونه کړي دي.

د طلوع نیوز څېړنکي عباس حسیني په دې اړه څرګنده کړه: "په ټول کې غبرګوني کړنه کړې ده او وروسته له هغې چې مخالفانو برید کړی دی دغو ځواکونو غبرګون کړی دی".

خو په دغو شپږو مياشتو کې هلمند په ۴۴۸ امنيتي پېښو سره د ناامنو ولايتونو په سر کې دی چې کندهار، ننګرهار، هرات، کندز، ارزګان، فاریاب، غزني، سرپل او کابل ولايتونه په ترتيب سره له دوهم تر لسم ناامنو ولايتونو څخه و.

خو باميان په ۷ او پنجشير په ۲ ترهګرو پېښو سره په تېرو شپږو مياشتو کې د هېواد له امنو ولايتونو څخه و.

سناتور نثار حارث ویلي دي: "په دغې جګړه کې له منځه تلل دي د افغان بچیو له منځه تلل دي،خلک بایلونکي دي".

په تېرو شپږو مياشتو کې دا نښتې د دې لامل شوې چې ۱۴ زره او ۵۹۷ مخالف وسله وال ووژل شي.

یو زرو ۴۸۵ دولتي ځواکونه هم له منځه تللي او ۹۱۷ ملکي کسان هم په دغو مياشتو کې وژل شوي دي.

څلور بهرني پوځيان هم په دغو شپږو مياشتو کې وژل شوي دي.

په دغو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د داعش په نوم ډلې هم سر راپورته کړی، په هلمند ولايت کې د دغې ډلې د راڅرګندېدو له لومړنيو نښو څخه وروسته دغې ډلې نورو ولايتونو ته هم مخه کړې ده.

له هلمند څخه وروسته په فراه، زابل، بادغیس، فاریاب، سرپل، کندز، بدخشان، لوګر او ننګرهار ولايتونو کې د داعش په نوم ډلې فعاليتونه ليدل شوي دي خو په دې وروستيو کې حکومت د نوموړې ډلې د ځپلو لپاره د يوې نوې قطعې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

د طلوع نیوز یو نوی رپوټ د دې ښودنه کوي چې د دولت مخالفو وسله‎والو د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې ډېری

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه