دننه په تالار او د اسیا د رزمي سیالیو په لړ کې، د لومړي ځل لپاره په دغو سیالیو کې کمپیوټري لوبې هم شاملې شوې او ټاکل شوې چې څو ډلې سره لوبه وکړي.
کمپیوټري لوبې، د ډېر پلویانو لرونکو لوبو له ډلې څخه دي چې په نړۍ کې د ودې په حال کې هغه دي او ډېری کسان او ډلې له یو بل سره سیالي کوي.
په دغو سیالیو کې، دقت، ژر پرېکړه کول، د سترګو او لاسونو ترمنځ انډول او تمرکز هغه موردونه دي چې د ګټلو لپاره اړین دي.
په عشق اباد کې په کمپيوټري لوبو کې، ۱۱ لوبډلې به چې نړۍ کې ډېر مشهوره او په مېلیونونه پلویان هغه تعقیبوي، له یو بل سره به سیالي وکړي.
په دغو سیالیو کې، له افغانستان، اردن، ایران، قزاقستان، منګولیا، چین، لاووس، ویتنام، تایوان، فلېپین او ترکمنستان لوبډلې به سره لوبې وکړي.
د کمپيوټري لوبو سیالۍ به د روان کال د سپټمبر په ۵ پیل شي او د سپټمبر تر ۲۷ مه دوام وکړي.