Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په غزني او جوزجان کې دوه چاودنو څه باندې لس تنه وژلي

په غزني او جوزجان ولایتونو کې د درې ښځو او دوه ماشومانو په ګډون څه باندې لس تنه وژل شوي دي.

په یوې دغې چاودنه کې د غزني ولسوالۍ په جغتو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو یو موټر په نښه شوی دی؛ خو د دویمې چاودنې قربانیان په جوزجان ولایت کې د کانونو وزارت درې کارکوونکي وو.

ورته مهال د کندوز ولایتي شورا وايي چې د کندوز ښار شاوخوا او د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې، کابو پنځه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي په دې اړه وویل:«په خان اباد ولسوالۍ کې، په امام صاحب ولسوالۍ کې، په مرکز او د کندوز په شاوخوا کې، کابو څلور تر پنځه زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.»

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال هم څرګنده کړه:«د ښار ټول امنیتي کمربندونه له نږدې ولیدل؛ وضعیت په بشپړه توګه زموږ په اداره کې دی.» 

یو شمېر بې ځایه شوي له حکومته غواړي چې د کندوز وضعیت ته باید ژر تر ژره  پاملرنه وشي.

په کندز کې له جګړو بې ځایه شوی عبدالفتاح څرګنده کړه:«پنځلس ورځې کېږي چې زموږ په کلي کې جګړه ده او اووه جوماتونه تر ګواښ لاندې دي چې ټوله ورځ هاوان، توپ، راکټ، د کلاشنیکوف مرمۍ راځي او ټوله ورځ جګړه وي.»

د کندوز اوسېدونکي لا هم په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو فعالیت له پوښتنې سره مخ کوي.
 
د کندوز اوسېدونکی عبدالمنان ظفرزوی وايي:«والله په بالله په ټول کندوز کې تر یوه نیم زره طالبان هم نشته؛ خو دې خوا ووینئ، قول اردو، قومنداني، ملي امنیت، اسمان، ځمکه، رنجر سپی په رنجر کې وړي، خښتې په رنجر کې وړي، د خدای په لحاظ !!!» 

د شنبې پر ورځ، د کندوز اوسېدونکو د اعتراضونو په کولو سره پر هغه څه چې په دغه ولایت کې یې د ګواښونو پر وړاندې د دولتي ادارو، بې پروایي بولي نیوکه وکړه او ویې ویل چې په کندوز کې د طالبانو نفوذ ورځ تر بلې  زیاتېږي.

د کندوز - خان آباد پر لویه لار د طالبانو له لوري د ملي اردو د څو پوستو له نیول کېدو وروسته؛ افغان ځواکونه د کندوز ښار په دروازو کې د تیارسئ په حال کې دي.

شریک یي کړئ