Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا مالیات راغونډېږي

په غزني کې د طلوع نیوز موندنې ښيي چې طالبانو په دغه ولایت کې له شپږو میاشتو راهیسې له خلکو مالیات راغونډ کړي دي.

موندنې ښيي چې طالبان کسان ان د غزني ښار ته راځي او له پانګه‎والو مالیه اخلي.

د طالبانو ویاند وایي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې یې یوازې له غزني څخه درې مېلیونه افغانۍ مالیه ټوله کړې ده.

په همدې حال کې د غزني ولایتي چارواکي وایي، چې لسګونه کسان طالبانو ته د مالیې د ورکړې په تور نیول شوي دي.

احمد فرید عمري چې په غزني کې د یوه خصوصي بنسټ څېښتن دی وايي ټاکل شوې وه چې طالبانو ته ۴۰۰ زره افغانۍ مالیه ورکړي، خو د دې ډلې غړو د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو په اخیستو بسنه وکړه.

دغه سړی له هغو کسانو څخه دی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په غزني کې طالبانو ته مالیه ورکړې ده.

ښاغلی عمري زیاتوي:«د ښار په پنځه کیلومټرۍ کې چې د غزني په مرکز پورې اړونده ده، نه دا چې ولسوالۍ وي، وې ویل چې خپلې پیسې هلته ورکړي او د پیسو رسید بېرته درکوي؛ خو نه دا چې موږ هلته تللي وو او پیسې مو ورکړي وي، له ښار څخه راغلل چې موږ هغوی ونه پېژندل، مالیات مو ورته وکړل.»

په غزني کې پانګه‎وال د دوو مالیو له ورکولو سره مخامخ دي، له یوې خوا هر کال دولت ته مالیه ورکوي او له بله پلوه طالبانو ته.

طالبان ادعا لري چې په دې موده کې یې په غزني کې له پانګوالو څه د پاسه درې مېلیونه افغانۍ مالیه راټوله کړې ده.

وایي دا مالیه د دوی د غړو لخوا د غزني د لارو په اوږدو کې د سوداګریزو کاروانونو د امنیت د ساتلو په بدل کې اخیستل کېږي.

د غزني د ولایتي شورا منشي حسن رضا یوسفي وايي:«د غزني ولایت هېڅ ځای نه دی پاتې چې مالیه یې نه وي ورکړې! حتا داسې ادعاګانې هم شته چې د ولایتي شورا غړو هم مالیه ورکړې ده.»

د غزني والي عبدالکریم متین بیا وايي:«په لسګونه تنه په بند کې دي؛ د دې لپاره چې موږ هغوی او هېوادوال څو ځله رابللي وو او غونډې مو لرلې دي چې هغوی باید د دولت مخالفینو سره مالي مرسته ونه کړي.»

سیمه‎يیز چارواکي تاییدوي چې د غزني له ۱۸ ولسوالیو د ناوې، زنه‌خان، ګیرو، اجرستان، گیلان، ده‌یک، اندړ، واغظ او خوږیاڼیو ولسوالۍ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

په دې لړ کې ناوه ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې او زنه خان ولسوالي هم ډېره ناامنه بلل کېږي.

ښاغلي متین زیاته کړه:«د کوټې د شورا غړي چې د طالبانو او د طالبانو د مشرتابه په کچه، تر ټولو ستره کمېټه ده، ډېری غړي یې له غزني څخه دي.»

په دغه راز وضعیت کې په غزني کې یو شمېر کسان د روښانه راتلونکي لپاره هڅې کوي.

د دغه ۲۵ کلن ځوان په شان چې په غزني کې یوه رستورانت په جوړولو د شپې تر ناوخته د ښار په مرکز کې کار کوي.

په غزني ښار کې د کمپيوټر ساینس زده‎کړیال محمد ضمیر حداد وویل:«کوښښ مو وکړ چې په غزني کې د ځوانانو لپاره یو ارامه ځای رامنځته کړو.»

خلک هم د شپې له‎خوا د غزني ښار په یوه تفریح‎ځای کې سره راټولېږي او د څو شېبو لپاره تفریح کوي.

د غزني اوسېدونکي نرېندر سنګ څرګنده کړه:«د ځينو ځایونو امنیت خراب دی.»

په غزني ښار کې شپې په دې توګه پای ته رسېږي. په دغه ښار کې خلک له ناخوالو سره سره راتلونکي ته هیله من دي.

شریک یي کړئ