Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غزني ولایت کې ۷ طالب اورپکي وژل شوي

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بريد په پایله کې ۷ طالب اورپکي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د کهیځ په ۲:۳۰ دقیقو د ګیرو په ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ او د دواړو خواو ترمنځ نښته د ګهیځ تر ۶ بجو پورې روانه وه.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، او اړ شوي چې شاتګ وکړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د درې طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او بلخوا ځينې وسلې او مهمات هم د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

خو طالبانو د دغې ادعا پخلی نه دی کړی.

په غزني ولایت کې ۷ طالب اورپکي وژل شوي

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د کهیځ په ۲:۳۰ دقیقو د ګیرو په ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ او د دواړو خواو ترمنځ نښته د ګهیځ تر ۶ پورې روانه وه.

شریک یي کړئ