د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده وايي چې درې تنه امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید او موټربم چاودنه کې وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي.
ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه ناوخته د ده یک ولسوالۍ پر ځينو برخو برید وکړ او له دولتي ځواکونو سره له نښتې وروسته، د ده یک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه یوه موټر بم ته چاودنه وکړه.
د هغه په وینا، په دغو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده، خو د هغوی کره شمېر معلوم نه دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.