Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فارس خلیج کې د امریکا حضور په اړه د ایران ګواښ

د ایران 'سپاه پاسدارانو' قومندان ویلي دي، امریکا دې نور د امریکا خلکو شتمنۍ په فارس خلیج کې هسې نه لګوي.

د ایران 'سپاه پاسدارانو قومندان، محمد علي جعفري د چهارشنبې پر ورځ ( د وږي ۳۱مه) د یاد هېواد په بندر عباس کې د پوځي نندارې پر مهال دا خبرې کړې دي.

محمد جعفري ویلي:«امریکایانو ته اعلان کوو، ښه ده چې نور د امریکا د خلکو شته په فارس خلیج کې پر زیانمنونکو کارونو ونه له ګوي.»

نوموړي زیاته کړې:«د فارس خلیج زموږ کور دی او کله چې دښمن دښمن یې شاوخوا وي نو موږ یې په اړه ډېر حساس یوو.»

ښاغلي جعفري وړاندې څرګنده کړې ده:«امریکایان د داسې کړنو له امله چې انډول نلري او د مالوماتو نه درلودو له امله د یو شمېر هېوادونو لپاره د عوایدو لاره شوې ده.»

دې قومندان ویلي:«دوی داعا لري چې مسلکي چلند کوي، له ځانه دې پوښتنه وکړي دا چې په فارس خلیج کې یې شتون د امنیت لپاره ګټور وه او که یې ستونزې په سیمه کې رامنځه کړې دي؟»

ده ایرانانو ته ډاډ ورکړی چې د فارس خلیچ او د هرمز وچه به له پردیو خوندي وي.

د ایران 'سپاه پاسدارانو' قومندان ویلي دي، امریکا دې نور د امریکا خلکو شتمنۍ په فارس خلیج کې هسې نه

Thumbnail

د ایران 'سپاه پاسدارانو' قومندان ویلي دي، امریکا دې نور د امریکا خلکو شتمنۍ په فارس خلیج کې هسې نه لګوي.

د ایران 'سپاه پاسدارانو قومندان، محمد علي جعفري د چهارشنبې پر ورځ ( د وږي ۳۱مه) د یاد هېواد په بندر عباس کې د پوځي نندارې پر مهال دا خبرې کړې دي.

محمد جعفري ویلي:«امریکایانو ته اعلان کوو، ښه ده چې نور د امریکا د خلکو شته په فارس خلیج کې پر زیانمنونکو کارونو ونه له ګوي.»

نوموړي زیاته کړې:«د فارس خلیج زموږ کور دی او کله چې دښمن دښمن یې شاوخوا وي نو موږ یې په اړه ډېر حساس یوو.»

ښاغلي جعفري وړاندې څرګنده کړې ده:«امریکایان د داسې کړنو له امله چې انډول نلري او د مالوماتو نه درلودو له امله د یو شمېر هېوادونو لپاره د عوایدو لاره شوې ده.»

دې قومندان ویلي:«دوی داعا لري چې مسلکي چلند کوي، له ځانه دې پوښتنه وکړي دا چې په فارس خلیج کې یې شتون د امنیت لپاره ګټور وه او که یې ستونزې په سیمه کې رامنځه کړې دي؟»

ده ایرانانو ته ډاډ ورکړی چې د فارس خلیچ او د هرمز وچه به له پردیو خوندي وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه