Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فاریاب د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنرال دوستم شتون

د فاریاب ولایت د ګڼو سیمو له پاکلولو څخه وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن جمعه په چهارشنبې سیمه کې چې ظاهراً د جګړې لومړۍ کرښه جوړوي شتون وموند او په دغې سیمه‎ کې یې د پوځ له سرتېرو سره لیدنه وکړه.

ویل کېږي چې فاریاب ولایت ته د جنرال عبدالرشید دوستم له تللو څخه وروسته، د یوه پاکستاني جنرال په شمول ګڼ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي او د سولې له بهیر سره د مخالفینو د یو ځای کېدو بهیر همداراز دوام لري.

دوستم د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندانانو سره په لیدنه کې د امنیتي ځواکونو له زړورتیا او له ولسي پاڅونونو څخه ستاینه وکړه. جنرال دوستم هڅه وکړه ترڅو د چهارشنبې په سیمه کې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

ښاغلي دوستم ویلي دي: " زه خو د پاکستان د لاسوهنې په اړه هوايي خبرې نه‎کوم ټول پوهېږې چې فساد د پاکستان د پښو لاندې دی او همدغه د آی اس آی جنرالان چې په ۱۵ولایتونو کې همدلته د جګړې مشري درلوده وځپل شول". 

...

د فاریاب ولایت د ګڼو سیمو له پاکلولو څخه وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن ج

Thumbnail

د فاریاب ولایت د ګڼو سیمو له پاکلولو څخه وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن جمعه په چهارشنبې سیمه کې چې ظاهراً د جګړې لومړۍ کرښه جوړوي شتون وموند او په دغې سیمه‎ کې یې د پوځ له سرتېرو سره لیدنه وکړه.

ویل کېږي چې فاریاب ولایت ته د جنرال عبدالرشید دوستم له تللو څخه وروسته، د یوه پاکستاني جنرال په شمول ګڼ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي او د سولې له بهیر سره د مخالفینو د یو ځای کېدو بهیر همداراز دوام لري.

دوستم د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندانانو سره په لیدنه کې د امنیتي ځواکونو له زړورتیا او له ولسي پاڅونونو څخه ستاینه وکړه. جنرال دوستم هڅه وکړه ترڅو د چهارشنبې په سیمه کې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

ښاغلي دوستم ویلي دي: " زه خو د پاکستان د لاسوهنې په اړه هوايي خبرې نه‎کوم ټول پوهېږې چې فساد د پاکستان د پښو لاندې دی او همدغه د آی اس آی جنرالان چې په ۱۵ولایتونو کې همدلته د جګړې مشري درلوده وځپل شول". 

...

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه