Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فاریاب کې لاریون کوونکو، د ځينو دولتي بنسټونو دروازې وتړلې

د ملي جنبش یو شمېر پلویانو د نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې د فاریاب ولایت یو شمېر ولایتي بنسټونو دروازې وتړلې.

دغه اعتراض کوونکي ګواښ کوي که‎چېرې حکومت له قید او شرط پرته د فاریاب د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري خوشې نه کړي او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته ستنېدو په برخه کې بې پروايي وکړي، نو دوی به په شمال او شمال ختیځ کې د سوداګرېزو بندرونو لارې وتړي.

په فاریاب او یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د چنګاښ له ۱۱ مې  راهسې د  نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه دوام لري.

اعتراض کوونکو په وروستي مورد کې د جوزجان د ولایت مقام ودانۍ مخې ته د پرلت خیمه درولې ده.

د سنمګانو د والي ویاند محمد صدیق عزیزي په دې اړه وویل:«لاریون کوونکو نن ګهیځ چهارشنبې (د چنګاښ په ۲۷ مه) د ولایت د ودانۍ په مخکې د پرلت خېمه ودروله او ولایت رخصت دی.»

لاریون کوونکو په سرپل کې هم د ځينو دولتي بنسټونو دروازې تړلې دي لکه محکمې، څارنوالۍ، کرنې، د کلیوا پراختیا او عدلیه بنسټونه تړلي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي لاریون کوونکو ګواښ کړی که‎چېرې د دوی غوښتونو ته پاملرنه ونه شي، ځينې نور دولتي بنسټونه به هم وتړي.

لاریون کوونکو په فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګانو او تخار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفترونو دروازې له څو ورځو راهیسې تړلې دي.

د دغو لاریونونو له کبله د فاریاب او جوزجان د اوسېدونکو ورځنۍ چارې له خنډونو سره مخامخ شوي دي.

بل خوا د اقینې بندر د تړل کېدو له کبله هم د توکو د وارداتو بهیر ټکنی شوی او د نفتي او خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

دغه اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي که چېرې حکومت له قید او شرط پرته د فاریاب د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري خوشې نه کړي او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته ستنېدو په برخه کې بې پروايي وکړي، نو دوی به په شمال او شمال ختیځ کې د سوداګرېزو بندرونو لارې وتړي.

شریک یي کړئ