په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ طالب وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د یاد ولایت سیمهيیز چارواکي وايي چې د وسلهوالو پر وړاندې دا عملیات د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ترسره شوي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، اقبال بهیر وړاندې څرګندوي چې افغان ځواکونو د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ترهګرو ۵سراچه ډوله موټر او ۱۰ موټرسایکلونه هم ترلاسه کړي.
ښاغلي بهیر د ترسره شویو عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په دې اړه مو اندونه