Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فراه کې جګړې بیا زور اخیستی

د فراه ولایت امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۷ مه) وویل چې طالبانو له ځانمرګو بریدونو او چاودونو سره یو ځل بیا تېره شپه له دولتي ځواکونو سره په نښته شول.

دغه چارواکي زیاتوي چې ځینې طالبان چې د خلکو په کورونو کې پټ وو، د امنیه قومندانۍ او څو نورو دولتي ودانیو ته‎څېرمه یې درې ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.

په همدې حال کې د فراه ځینې اوسېدونکي وايي چې طالبانو تېره شپه له دولتي ځواکونو سره د امنیه قومندانۍ، بندخونې او دریمې امنیتي حوزې ودانیو ته‎څېرمه جګړه له سره پیل کړه او دم‎ګړۍ هم له دولتي ځواکونو سره په ځينو برخو کې په جګړه بوخت دي.

د فراه ځينې نور اوسېدونکي هم وايي چې په دغې جګړه کې د ولایتي شورا د غړو کورونه هم په نښه شوي دي.

طالبانو د سې‎شنبې پر ګهیځ د فراه ښار له شمالي برخو د امنیتي ځواکونو پر پوستو، پر امنیه قومندانۍ، د ملي امنیت پر ریاست یرغل وکړ او له دولتي ځواکونو سره په نښته شول.

چارواکو تایید کړې چې په دغو نښتو کې ۲۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه ځايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په فراه ښار کې د طالبانو له ماتې خبر ورکړی وه.

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي چې کابو زر تنو طالبانو له ۱۰ کیلومټرۍ او د فراه له ولسوالیو څخه پر فراه ښار برید وکړ او وروسته بیا پر دغه شمېر زر تنه نور طالبان هم اضافه شول، خو د هغو له مقاومت سره مخامخ شول.

ښاغلی سالنګي، ادعا کوي چې په جګړه کابو ۳۰۰ تنه طالبان وژل شوي دي، هغه ادعا چې طالبانو یې تراوسه پخلی نه دی کړی.

د هغه په وینا، که څه هم دولتي ځواکونه له فراه ښار څخه بهر شوي وو، خو د سې‎شنبې پر شپه له مهمو برخو له هغې ډلې، له امنیه قومندانۍ، د ملي امنیت ودانۍ، روغتون او د بانک له څانګې څخه مقاومت وکړ ترڅو له ولایتونو مرستندویه ځواکونه راورسېدل.

په فراه کې جګړې بیا زور اخیستی

د فراه د ځينو اوسېدونکو په وینا، په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد د دولتي او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه هم ترسره شول.

شریک یي کړئ