د دوشنبې په ورځ د لغمان ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې واټ ته څېرمه د یوه ماین د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.
د لغمان د سرپرست ویاند سرحدي ځواک وايي چې دغه ملکیان نن سهار هغه مهال د دغه ولایت د قرغه یي ولسوالۍ کې مړ او ټپیان شول چې موټر یې پر یوه ځای پر ځای شوې ماین برابر شول
هغه زیاته کړه: " په دغې چاودنه کې یو سړی مړ او بل یې ټپي شوی دی چې روغتیايي حال یې ښه نه دي. "
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې ددغې چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دي اخیسی.
په دې اړه مو اندونه