په لغمان کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې ۱۴ داعش اورپکي وژل شوي دي.
د لغمان پولیس وايي چې دغه برید د جمعې په شپه د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په ګوندګل سیمه کې شوی دی.
د لغمان امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره وايي چې په دغه برید کې د دغې ډلې دوه قومندان هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې حکومتي چارواکي او د هېواد سیاسي څېرې په داعش پورې د اړوندو جنګیالیو فعالیت د اندېښنې وړ بولي.
هغوی له حکومته غواړي چې د دغې ډلې په لهمنځه وړلو کې ډېره هڅه وکړي.