د لوګر ځايي چارواکو نن (پنجشبنې د وږي په ۹ مه) ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي چې طالبان د ولسي وګړو په کورونو کې پټ شوي وو او د یوه هوایي برید په پایله کې په نښه شول.
ښاغلی فدایي څرګنده کړه چې په دغې پېښه کې د طالبانو دوه مهم قومندانان هم وژل شوي دي.
خو پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې وايي:«په افغانستان کې امریکايي ځواکونه له هغې پېښې څخه چې د لوګر په پل عم کې رامنځته شوې او مرګ ژوبله هم لري خبر دي.»
د پرېکنده ملاتړ ماموریت زیاتوي چې په دې اړه به څېړنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د تورونو په اړه جدي دی او له خپلو افغانو همکارانو سره په دې اړه کار کوو؛ ترڅو دا پېښه روښانه شي.»
وروستیو درو ورځو کې دا دویم هوايي برید دی، چې ولسي وګړو ته پهکې درنه مرګ ژوبله اوړي.
درې ورځې وړاندې د هرات په زیرکوه ولسوالۍ کې هم هوایي برید کې د ۱۶ تنو ولسي وګړو د وژنې رپوټ ورکړل شوی وو.