Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لوګر کې د طالبانو له خوا ۳۰ ښوونځي تړل شوي

د لوګر سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له‎خوا د ۳۰ ښوونځیو له تړل کېدو خبر ورکړل شوی.

 د لوګر د ولایتي شورا یو غړی وايي په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له عملیاتو او د هغوی له مرګ ژوبلې وروسته د طالبانو له‎خوا دا پرېکړه نیول شوې ده.

د لوګړ د والي ویاند سلیم صالح وايي په دغه ولایت کې د ۵۰۰ نجونو په شمول ۱۲ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول.

نوموړی وايي دغه ۳۰ ښوونځي هغه مهال د طالبانو لخوا وتړل شول چې په څرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا د طالبانو پرضد شپني عملیات ترسره شول.

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي صالح په دې اړه وویل:«له هغې وروسته کله چې دولتي ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې پوځي عملیات ترسره کړل، په هغه کې د وسله‎والو مخالفینو یو قومندان ووژل شو. له هغې وروسته وسله‎والو مخالفینو په څرخ ولسوالۍ کې د ۱۰ لېسو په ګډون ۳۰ ښوونځي وتړل.»

اخوا د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي طالبانو د څرخ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ګواښ کړی چې دولتي چاوراکو سره د خبرو په موخه پل علم ښار ته ولاړ نه‎شي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:«صفر قطعې یوه شپه مخکې په څرخ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په هغه کې د طالبانو یو قومندان ووژل شو او د هغه ترڅنګ د ځينو ولسي وګړو کورنه او یو جومات زیانمن شو. دا یو هوايي برید وه او د هغه موخه هم د طالبانو یو قومندان وه. دې ته په غبرګون کې، طالبانو خپلو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې دغه ښوونځي وتړي.»

په لوګر کې د مدني ټولنې فعال مطیع الله سرور هم وايي:«د دغو ښوونځيو له تړل کېدو وروسته، په زرګونه تنه زده‎کوونکي بې برخلیکه پاتې شول او د هغوی پر مخ د ښوونې او روزنې لاره وتړل شوه. له حکومتي چارواکو او له مرکزي دولته هیله لرو چې دغه ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانستل شي.»

د لوګر سیمه‎ییز چارواکي وايي د خلکو په همکارۍ د دغو ښوونځیو د پرانیستو په موخه د هغوی هڅې روانې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب څرګنده وکړه:«د تړل شویو ښوونځيو شمېر ۳۰ ته رسېږي کابو ۱۲ زره زده‎کوونکي له زده‎کړو بې برخې شول او د پوهنې د برخې کابو ۳۰۰ کارکوونکي په کور کېنول شول.»

اخوا د طالبانو یو ویاند وايي څلور ورځې وړاندې د دولتي ځواکونو د شپني عملیاتو په لړ کې د څرخ ولسوالۍ یو ښوونکی ووژل شو او دوی د عملیاتو په غبرګون کې دغه ښوونځي تړلي او د بیرته خلاصولو لپاره یې خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ