Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لوګر کې د ناامنیو له امله د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

د لوګر ځینې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي، په دغه ولایت کې د امنیتي ګواښونو او د ناامنۍ له دوامه اندېښمن دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبان او نورې ترهګرۍ ډلې د دغه ولایت د مرکز پل علم د ځينو برخو په ګډون د ټولو ولسوالیو په برخو کې فعالیت لري.

د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزي په دې اړه وویل:«هغه پوځي عملیات چې د شپې له خوا ترسره شوي له سیمه‎ییزو چارواکو سره له همغږۍ پرته وو، او له همدې امله په دغو عملیاتو کې ځینې کورونه ویجاړ شوي دي.»

لوګر کابل ته په ۶۰ کیلومټري واټن کې پورت دی او د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

د پنج شنبې په ورځ د لوګر د والي مرستیال هغه مهال د محمد اغې ولسوالۍ د «واغ جان» په سیمه کې د طالبانو په کمین کې ووژل شو چې کابل ته روان وه.

له کلونو راهیسې د لوګر ولایت ځینې سیمې نا امنې دي او په‎کې طالبان پراخ حضور لري.

په همدې حال کې د لوګر امنیه قومندان محمد ایوب وردګ وايي چې په دغه ولایت کې د ترهګرو د ځپلو لپاره په تېرو درې میاشتو کې یوازې د ځانګړو ځواکونو له خوا ۷۳ پوځي عملیات ترسره شوي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:«په تېرو درې میاشتو کې، ۷۳ عملیات ترسره شوي چې د هغوی ډېری د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا شوي وو. ډېری دغه عملیات له هوايي ملاتړه هم برخمن وو. دغو عملیاتو پر ترهګرو د پام وړ اغېزه لرلې ده.»

د لوګر ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د ځانګړو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برکي برک ولسوالۍ د شیخانو په کلي کې څو ورځې وړاندې د دولتي ځواکونو پوځي عملیات ترسره شول.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله وویل:«هغه کورونه چې د برید موخه ګرځېدلي، په طالب ډلې پورې اړوند نه وو.»

د ویلو ده لوګر له کابل پرته د هېواد له څلورو نورو ولایتونو او ډیورنډ کرښې سره هم ګډه پوله لري.

شریک یي کړئ