سرچینې نن (سېشنبې د چنګاښ په ۲۷ مه) طلوع نیوز ته ویلي چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بخلي هوايي ډګر کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د لېږد الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړه.
سرچینې زیاتوي چې جنرال دوستم تېره شپه غوښتل مزارشریف ښار ته ولاړ شي،خو د دغه هوايي ډګر چارواکو دغې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې او هغې ته یې لارښونه وکړه چې د کابل په هوايي ډګر کې کېني.
سرچینې وايي چې د جنرال دوستم د لېږد الوتکه د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد کې ناسته کړې او ټاکل شوې ده د ځمکې له لارې هېواد ته راستون شي.
په همدې حال کې، د ملي جنبش ویاند بشیر احمد تهینج د جنرال دوستم راستنېدل ردوي.
کابو شپږ ورځې وړاندې، په لویهڅارنوالۍ کې یوه سرچینې د دې پخلی وکړ چې د جنرال دوستم او ساتونکو یې د جنسي ناوړه چلند دوسیه د دغه بنست له خوا سترې محکمې ته استول شوې ده.
کهڅه هم دغه دوسیه موده وړاندې استول شوې ده، خو د هغه خبر اوس رسنیو ته رسېدلی.
جنرال دوستم او څو ساتونکي یې په دې تورن دي چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره یې ناوړه جنسي چلند کړی دی.
ویل کېږي چې هغه د درملنې لپاره کابو دوو میاشتو لپاره ترکیې ته سفر کړی دی.